د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۱۷

ولسي جرګه:معنوي بايد دراتلونكو ټاكنو لپاره خپلواك اوجدي وي


د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د نوي رييس او د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون د پنځو غړو ټاكل بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړو د فضل احمد معنوي د انتخاباتو دكميسيون د رييس په توګه معرفي كول، چې تر دې وړاندې د دغه كميسيون غړى و، د غوره انتخاباتو د تر سره كولو په برخه كې په ځاى اقدام بولي.

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي كميسيون رييس عطاولله لودين، چې د انتخاباتو د كميسيون د رييس په توګه د ښاغلي معنوي ملاتړكوي له نوموړي وغوښتل چې په راتلونكو انتخاباتو كې دې په خپلواكه او په جدي توګه عمل وكړي.

افغان حكومت د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رييس او د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون پنځه غړي اعلان كړل.

په همدې حال كې د مشرانو جرګې يو شمېر غړي بيا د انتخاباتو د كميسيون د نوي رييس له ټاكلو سره مخالفت څرګندوي.
خو د افغان ولسمشر وياند وايي، چې ولسمشر كرزي ، د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو او له يو شمېر جهادي قوماندانانو له مشورې وروسته دغه پرېكړه كړې ده.

له هغې وروسته چې د افغانستان د انتخاباتو كميسيون د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو له انتخاباتو وروسته په درغليو تورن شول نړېواله ټولنه په دغه كميسيون كې د اصلاحاتو د راوستو غوښتونكې شوه او ټينګار يې وكړ، تر هغې چې په دغه كميسيون كې اصلاحات او بدلون رانه شي، دوى به د افغانستان د ولسي جرګې په ټاكنو كې مرسته ونه كړي.

كه څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استيفن ډيموستورا او د ناټو ملكي استازي مارك سيدويل تر اوسه د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د نوي رييس او د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د پنځو غړو له ټاكلو ملاتړ كړى، خو تر اوسه دقيقه معلومه نه ده، چې د افغانستان د انتخاباتو په كميسيون كې نوي ټاكل شوي كسان به تر كومه حده وكولاى شي، چې په ټوليزه توګه د نړېوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه كړي.
XS
SM
MD
LG