د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۱۷

بشري:تېره اونۍ افغان پوليسو ته له ستونزو ډكه وه


د كورنيو چارو وزارت وايې، په تېره اونۍ كې د وسله والو مخالفينو حملې په سلو كې اولس زياتوالې ښيې، چې څلويښت په سلو كې مرګ ژوبله يې پوليسو ته اړولې.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري، چې د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل، په تېره اونۍ كې د جګړو له امله افغان پوليسو او وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي بشري د جګړو له امله د ملكي وګړو په مرګ ژوبلې هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې د هوا په ګرمېدو سره د وسله والو مخالفينو بريدو زور اخيستى او له كبله يې د ملكي وګړو په مرګ ژوبله كې هم زياتوالى راغلى دى:

"په تېره اونۍ كې يو سله څلورڅلورېښت تروريستي بريدونه په بېلا بېلو سيمو كې شوي دي، چې په دې حملو كې ډيرې د سړك د غاړې خښ شوي ماينونه او د دښمنانو حملې وې قهرمان پوليسو هم په دې اونۍ كې تلفات وركړې دى.

د امينت د ټينګښت په خاطر په بېلابېلو عملياتو كې شل تنه پوليس وژل شوي دي او نهه ديرش تنه نور پوليس ټپيان دي، خو له بده مرغه په تېره اونۍ كې د پوليسو تلفات د نورو اونېو په نسبت څلوېښت په سلو كې زيات شوي."

ښاغلي بشري زياتوي په تېره اونۍ كې افغان پوليسو د قربانيو تر څنګ ځيني مهمې لاس ته راوړنې هم در لودې.

د بشري په خبره په تېره اونۍ كې پوليسو پنځه ديرش تنه د تروريستي بريدونو په تور نيولي دي او همدا راز نهه ديرش ميله بېلا بېل ډوله وسلې او ۱۹۲حلقې ماينونه يې هم كشف كړي دي.

نوموړي په تېره اونۍ كې د نشه يي توكو پر وړاندې د پوليسو مبارزه وستايله او زياته يې كړه، چې په دې اونۍ كې پوليسو ۴۴۹ كيلو ګرامه نشه يي توكي په بېلا بېلو سيمو كې كشف كړې او په تور يې ۱۱۶ تنه هم نيول شوى دى.

بشري په بغلان ولايت كې د پوليسو او نړېوالو ځواكونو له خوا د پيل شوېو ګډو عملياتو په اړه وويل، چې دا عمليات له څو ورځو راهيسي روان دى او هدف يې په بغلان ولايت كې د وسله والو مخالفينو د فعاليت مخنيوى دى:

"له څلورو ورځو راهيسې په بغلان ولايت كې عمليات پيل شوي دي، په دې عملياتو كې تر اوسه پورې هيڅ ډول تلفات نه دي تاييد شوي په ځينې ځايونو كې ايساف ځواكونو له هوايي ځواك څخه كار اخيستي دى او موږ ته راغلي راپورونه وايي، چې مخالفينو ته اوښتي زيانونه د هوايي بريدونو له امله دې د لومړنيو رپوټونو له مخې په دې عملياتو كې د وسله والو مخالفينو دوه تنه مهم قوماندان هم وژل شوي دي."

د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې په بغلان ولايت كې پيل شوي عمليات بريالي بولي، چې وړمه ورځ په ولسي جرګه كې د بغلان ولايت استازو په دې ولايت كې امنيتي وضيعت خراب وبللو خو بشري وايي، چې د دې ستونزو د هوارولو لپاره د پوليسو د سمبالولو هڅې روانې دي.

بشري د يوې پوښتنې په ځواب كې، چې په بغلان ولايت كې د ملګرو ملتونو د تښتول شوېو كار كونكو لپاره څه اقدامات شوي وويل، چې په دې اړه د پوليسو هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG