د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د سوداګرۍ وزارت د افلاس پرقانون بحثونه پيل كړل


د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايې، دا قانون به وكړاى شي د قانوني لارو څخه سوداګر له افلاس او په سوداګرۍ كې له ګڼ شمېرستونزو څخه وساتي.

دا قانون په دې وروستيو كې ترتيب شوى او د يو لړ بحثونو وروسته به د نورو اجرا اتو لپاره مسئولو ارګانونو ته وسپارل شي.

د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت سرپرست غلام محمد اييلاقي د يكشنبې په ورځ په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سوداګرو د افلاس د قانون د تشريح كولو پر مهال موضوع ته داسې اشاره وكړه:

"د افلاس قانون ډيراهميت لري، د سوداګرۍ د وزارت مسئوليت دى، چې د دې قانون په جوړولو كې د سوداګرو او پانګوالو نظريات راټول كړي، هيله ده د بحثونو په نتيجه كې يوه ګټوره مسوده جوړه شي."

د سوداګرۍ وزارت تراوسه د دې قانون په هكله تفصيلي معلومات نه دى وركړى، خو مسئولين يې وايي چې د افلاس د مخنيوي نوى قانون به وكړاى شي، سوداګرو ته داسې لارې چارې وښيې چې له افلاس اوماتې څخه وژغورل شي.

ښاغلي اييلاقي داهم وويل، چې په وروستيو څو كلونوكې د خصوصي شركتونو او بانكونو د فعاليت په نتيجه كې سوداګر په بشپړه توګه نه بلكه ترډيره ځايه له زيان څخه خوندي پاتې شوي دي.

ده وويل:

"له نيكه مرغه په وروستيو كلونو كې موږ داسې سوداګرنه دى ليدلى، چې كارو بار يې ودرېدلى او افلاس خط يې وړاندې كړى وي، نو د قوانينو له سوداګرو سره ډيرې مرستې كړي دي."

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په وروستيو څوكلونوكې د سوداګرو او خصوصي سكتور د ښه فعاليتونو په مقصد يو لړقوانين تصويب شوى هم دي. خو د دې لپاره چې دا چارې نورې هم پراخې شي، ضرورت ليدل كيږي، چې پر قوانينولا غور وشي.

خوسوداګر وايې، اوس هم په تصويب شوېو قوانينو كې داسې موارد شته په روانو حالاتوكې، د سوداګرو قناعت نه شي حاصلولى.
XS
SM
MD
LG