د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

امنیتي ځواکونه د ملګرو ملتونو د تښتول شویو کارکوونکو په لټه کې دي


په کومه سیمه چې د یرغمل شوي کسانو د ساتلو ګومان کیږي د پولیسو له خوا کلابنده شوي
په کومه سیمه چې د یرغمل شوي کسانو د ساتلو ګومان کیږي د پولیسو له خوا کلابنده شوي

امنیتي ځواکونو د ملګروملتونو د هغو پنځو کارکوونکو لټه پیل کړې ده، چې د افغانستان په شمال کې د مشکوکو وسله والو له خوا تښتول شوي دي. د ملګرو ملتونو دا پنځه کارکوونکي د تېرې پنجشنبې په ورځ د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته نږدې وتښتول شول او ویل کېږي، چې د دهنه غوري ولسوالۍ ته بیول شوي دي.

د جرمني خبري اژانس DPA د شمال زون د پولیسو د یوه ویاند لعل محمد احمدزي له قوله لیکي چې وايي، هغه سیمه چې ګومان کېږي، وسله والو به یرغمل شوي کسان په کې ساتلي وي، د پولیسو له خوا کلابنده شوې او امنیتي ځواکونو هلته کور په کور تلاشي پیل کړې ده.

چارواکي وايي، چې د ملګروملتونو پنځه کارکوونکي طالبانو تښتولي دي، خو طالبانو په دې تښتونه کې لاس لرل رد کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډيمېسټورا د شنبې په ورځ د خپلو کارکوونکو د تښتونې له وجې سخته اندېښنه او خپګان څرګند کړ، خو ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر ډاډ ورکړی، چې د دې کسانو د خوشې کولو په برخه کې به جدي هلې ځلې وکړي.

ډيمېسټورا زیاته کړه، ملګري ملتونه به هم له ښاغلي اتمر سره همکاري وکړي څو دا مساله حل شي.

د ملګروملتو دا پنځه کارکوونکي په هغه ورځ وتښتول شول، چې په مرکزي بغلان کې په یوه راکټي حمله او د ماین د چاودنې په پېښو کې څلور جرمني سرتېري مړه او پنځه نور ټپیان شول.

دا سرتېري د توحید په نامه د پوځي عملیاتو په جریان کې چې افغان، جرمني او امریکايي ځواکونو د چارشنبې په ورځ په سیمه کې پیل کړي دي ووژل شول.

د شمال زون د پولیسو ویاند وویل، د عملیاتو په تېرو څلورو ورځو کې شل وسله وال طالبان وژل شوي او دولس تنه نور ټپیان دي.

لعل محمد احمدزي زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو اوس په هغو سیمو کې چې پخوا وسله والو طالبانو اداره کولې، امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

DPA خبري اژانس د کورنیوچارو وزارت د ویاند زمري بشري په حواله لیکي، چې وايي، په مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې د تېرو څلورو ورځو په پوځي عملیاتو کې ټول ۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپیان دي.

ویل کېږي، چې وسله وال طالبان په مرکزي بغلان او د کندز ولایت په چاردرې ولسوالیو کې ډېر فعال شوي دي.

چارواکي وايي، چې په راتلونکو څومیاشتو کې، کله چې زرګونه امریکايي عسکر افغانستان ته ورسېږي، په دې سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو پلان لري.
XS
SM
MD
LG