د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

م.م د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د مشر د انتخابولو ملاتړ وكړ


په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ډيمېسټورا
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ډيمېسټورا

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ډيمېسټورا د شنبې په ورځ ناوخت په كابل كې خبريالانو ته همدارنګه وويل، چې د نړيوالې ټولنې څخه يې د افغانستان د پارلماني انتخاباتو لپاره د تخنيكي او لوژستيكي مرستو غوښتنه كړې ده.

په افغانستان كې د ملكرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د رئيس او د شكايتونو د كمېسيون د غړو د ټاكلو د اقدام ملاتړ وكړ.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي سټیفن ډيمېسټورا د شنبې په ورځ ناوخته په كابل كي خبريالانو ته وويل، چې ملګري ملتونه د افغانستان د ملي شورا انتخاباتو سره هر ډول همكاريو ته تيارى لري.

ښاغلي ډیمسټورا وويل، ولسمشر كرزي دغه پرېكړه د يوې مشورتي غونډې، چې په كې تر څلويښتو زيات سياسي مشران او ده هم ګډون درلود كړې ده.

”په رښتيا سره موږ د دې پرېكړي ملاتړ كو او د دې پرېكړي څخه خوښ يو، پوهېږم، چې ولسمشر دغه پرېكړه د ډېرو نورو خلكو سره په مشوره كړې ده او هغه څه چې اورم يې دا دي چې معنوي د باور وړ څوك دى. موږ ټوله له هغه سره د ارامۍ احساس كوو.“

همدارنكه په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي د انتخاباتي شكايتونو په كمېسيون كي د دوو بهرنيو غړو په منلو پوره خوښي وښووله، چې يوهان كريګلر د جنوبي افريقا او مصطفى د عراق اوسېدونكي دي.

ښاغلي ډيمسټورا وویل، چې د انتخاباتي شكايتونو په كمېسيون كې به بهرني غړي سمبوليك رول ونه لري بلكې د دې كمېسيون په هره پرېكړه كې به داخل وي.

”د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون پرېكړې به د دغه كمېسيون د يوه يا دوو بهرنيو غړو په تایيد كېږي.“

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون څخه د عزيز الله لودين تر ليرې كولو وروسته د افغان ولسمشر حامد كرزي له خوا فضل احمد معنوي د دغه كمېسيون د رييس په توګه وټاكل سو.

ښاغلى معنوي تر دې وړاندي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون غړى و.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون په مشرتابه كې وروسته تر هغه بدلونونه راغلل، چې د دغه كمېسيون پخوانى رييس او ملګري يې د تېر كال په انتخاباتو كې د ولسمشر كرزي سره په همكارۍ تورن سوه او په همدې دليل په ملي او نړيواله كچه په دغه كمېسيون كې د لويو بدلونونو غوښتنه كېدله.

همدارنګه د تېر كال د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې، د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون پر كړنو هم انتقادونه سوي وه.
XS
SM
MD
LG