د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د عامي روغتيا وزارت لښكرګاه كي د ايمرجنسي روغتون په تړلو انديښنه ښودلي


د عامې روغتيا سرپرستي وزير ډاكتر ثريا دليل د شنبې په ورځ په كابل كې له ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مركه كې وويل، چې د ايمر جنسي د روغتون د تړلو له امله په سميه كې دولتي روغتون د تيارسۍ په حالت كې دی، څو دوى وكولی شي په سيمه كې خلكو ته روغتيايي خدمات په
د عامې روغتيا سرپرستي وزير ډاكتر ثريا دليل د شنبې په ورځ په كابل كې له ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مركه كې وويل، چې د ايمر جنسي د روغتون د تړلو له امله په سميه كې دولتي روغتون د تيارسۍ په حالت كې دی، څو دوى وكولی شي په سيمه كې خلكو ته روغتيايي خدمات په

د عامي روغتيا وزارت كه څه هم د هلنمد په لښكرګا ښار كې د ايمرجنسي روغتون په تړلو انديښنه څرګنده وي، خو وايي، دوی په سيمه كې د روغتيايي خدماتو لپاره لازم اقدام تر لاس لاندې نيولي دي.

د عامې روغتيا سرپرستي وزير ډاكتر ثريا دليل د شنبې په ورځ په كابل كې له ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مركه كې وويل، چې د ايمر جنسي د روغتون د تړلو له امله په سميه كې دولتي روغتون د تيارسۍ په حالت كې دی، څو دوى وكولی شي په سيمه كې خلكو ته روغتيايي خدمات په وخت ورسوي.

"موږ خپل اقدامات كړي او د لښكرګاه هغه روغتون، چې د عامې روغتيا له وزارت سره تړاو لري او د ايمرجنسۍ روغتون ترڅنګ دې او د يو سل او پنځوس بسترو ګنجائيش لري د تيار سۍ حالت مو وركړې، څو د خلكو روغتيايي اړتياوې پوره كړي.

د عامې روغتيا وزارت د اړوندو ادارو له خوا د تحقيقاتو د بشپړېدو په تمه دی. موږ له دې فرصت نه په ګټې غواړو په دې موضوع خپله اندېښنه څرګنده كړو او هيله مند يو، چې دا په روغتيايي خدماتو كومه اغيزه ونه لري."

په لښكرګاه كې د ايمرجنسي روغتون چې تر ډيره د جګړي د قربانيانو او ټپيانو درملنه كوي وروسته له هغه وتړل شو، چې افغان امنيتي ځواكونو په دې روغتون كې چاوديدونكي توكي او د انتحاري حملو واسكټونه ونيول.

همدا راز اميني ځواكونو د دې پېښې په تړاو د دې روغتون د شپږو افغانانو په ګډون درې ايټالوي كاركونكي هم ونيول.

كه څه هم افغان امنيتي چارواكي بهرني او كورني نيول شوي كسان د هلمند د والې د وژني په پلان هم تورنوي، خو په كابل كې د ايمرجنسي د روغتون چارواكو بيا وويل، چې د دوى همكاران په هيڅ ډول تروروستي فعاليت كې ښكيل نه دي او د هغوې د خوشې كولو غوښتنه يې وكړه.

بل لور ته د افغانستان جمهوري رييس حامد كرزي او د افغانستان او پاكستان لپاره دايټاليا له استازي سره نن ليدلي دي او په دې موضوع يې په خپله كې خبرې كړي.

د ايټاليا استازي په دې ليدنه كې له افغان حكومت نه غوښتي، چې د پيښې په اړه به په شفافه توګه څيړنه وشي.

خو افغان جمهور رييس دا يوه جنايي پېښه بللې او ويلي یې دي، چې د ايټالوي وكړو د نيولو په سر به د دواړو هيوادونو اړيكي خرابي نه شي.

مخكي له دې څرګندونو دايمرجنسي د روغتون د چارو د سمبالولو څانګي د افغان حكومت له لوري د ايمرجنسي د روغتون د كاركونكو نيول غندلي وو او په دې اړه يې له امنيتي ځواكونو څخه وضاحت غوښتي وو.
XS
SM
MD
LG