د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۵۴

عمر:فضل احمد معنوي د انتخاباتو د كميسيون د رييس په توګه وټاكل شو


د افغان ولسمشر وياند وحيدعمر وايي، چې ولسمشر حامد كرزي، مولوى فضل احمد معنوي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د ريس په توګه وټاكه. ښاغلي عمر، چې د شنبې د ورځې په ماسپښين يې يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل چې ولسمشر دغه پريكړه تر ډيرو سلا، مشورو وروسته كړې ده:

"دوه كانديدان، چې د دغې دندې لپاره وړانديزشوي ول، يو ښاغلى محمد ياسين عثماني او بل مولوي فضل احمد معنوي و، دا چې ښاغلي عثماني اوس هم يه يو مهم پوسټ يعنې د اداري فساد په وړاندې د ستراتيژۍ د پلي كولو د څار د عالي ادارې د ريس په توګه كار كوي، خو رول يې مناسب ونه ګڼل شول نو ځكه ښاغلي معنوي د ولسمشر له خوا د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د ريس په توګه وټاكل شو."

ښاغلي معنوي تر دې پخوا د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د غړي له توګه كار كولو.

وحيد عمر وويل، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دلارانشا ريس به د كميسيون له ريس سره تر مشورې وروسته وټاكل شي.

د ولسمشر كرزي وياند دغه شان وويل، چې د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو د كميسيون له پنځو كسه غړو څخه به درې افغان او دوه نور بهرنيان وي:

"د انتخاباتي شكايتونو د درې افغانو غړو په پرته دوه بهرنيان هم د دغه كميسيون غړيتوب لري، چې په افغانوغړو كې يې قاضي سيد مراد شريفي، استاد احمد ضيا رفعت او بل د سر څيړونكي مرستيال شاه سلطان اكفي دى او بهرني غړي يې له افريقا څخه قاضي يوهان كريډلر او له عراق څخه مصطفى سفوت دى"

د ښاغلي عمر په وينا د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو د كميسيون غړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي په سپارښتنه د ولسمشر كرزي له خوا ټاكل شوې دى.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس او د دارلانشا مشر شا او خوا لس ورځې مخكې استعفا وركړه .

ويل شوي، چې دغه دوه كسه د هغو درغليو له امله، چې د تېر كال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو كې شوې وې د سختو كورنيو او بهرنيو فشارونو لاندې ول.

دا معلومه نه ده، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د ريس يه توګه به د ښاغلي معنوي ټاكنه د څه ډول غبرګونونو سره مخ شي.
XS
SM
MD
LG