د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۵

مشرانو جرګه:كه ايران د افغانانو اعدامول بندنه كړي نود سفارت فعاليت يې ضروري نه دى


په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو لړۍ تېره اونۍ پيل شوې او په افغانستان كې دننه يې سخت غبرګونونه راپارولې دي. د وركړل شوېو راپورونو له مخې ايران تر دې دمه په لسګونو داسې افغانان اعدام كړي، چې ددغه هېواد د قضايي ادارو له خوا د نشه يي توكو د قاچاق په جرم په اعدام محكوم شوي.

د دغو غبرګونونو په دوام د افغانستان مشرانو جرګې د ايران په دغه اقدام سخت انتقاد وكړ او ويې ويل، چې د نشه يي توكو د قاچاق په جرم د افغانانو اعدامول هيڅ ډول شرعي جواز نه لري.

دې جرګې د شنبې په ورځ خپله فوق العاده غونډه وربللې وه او په كې له افغان دولت نه وغوښتل، چې په ايران كې د افغان بنديانو د دوسيو د څيړلو لپاره دې ژر تر ژره دغه هېواد ته يو پلاوې واستوي.

افغانستان ته په ايران كې د اعدام شوېوافغانانو د مړو د ليږدولو لړۍ تېره اونۍ پيل شوه او په ملي شورا كې د هرات ولايت د استازو په وينا تراوسه پورې پنځه څلويښت مړي را ليږدول شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا تردې دمه د درېو افغانانو اعدامېدل تائيدوي او وايي، چې د نورو افغانانو د اعدام د مخنيوي لپاره يى هڅې روانې دي.

ډاكټر زلمي دا هم وويل، چې مشرانو جرګې پريكړه وكړه، چې د سې شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزير خپلې عمومي غونډې ته راوبولي او په دې اړه ورسره تفصيلي خبرې وكړي.

كه څه هم په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام په اړه راپاريدلي غبرګونونه تراوسه پورې يوازې تر ملي شورا محدود دي، خو ډاكټر زلمي خبردارې وركړ، كه ايران له دې كاره لاس وانخست نو دده په وينا نور نو په كابل كې د ايران د سفارت فعاليت ضروري نه دى.

اوس مهال په ايران كې شاوخوا پنځه زره افغانان بنديان دي، چې د چارواكو په وينا له درې زرو زيات يى په اعدام محكوم دي.

له دې سربېره د يو شمېر اعدام شوېو افغانانو د كورنيو غړو په حواله په راپورونو كې ويل شوي، چې له اعدام نه مخكې دوى د خپلو عزيزانو ليدو ته نه دي پريښودل شوي او مړي يى په پوله په غير رسمي ډول دوى ته سپارل شوي.

په ځينو راپورونو كې دا ادعا هم شوې، چې ايرانيان د هر اعدام شوي افغان مړې د دوو ميليونو تومانو په بدل كې د هغوى خپلوانو ته سپاري.

خو ايراني چارواكو تراوسه پورې نه يوازې دا، چې د افغانانو د اعدام په اړه كومه تبصره نه ده كړې بلكه په افغانستان كې دننه په پورته شوېو غبرګونونو يې هم غوږونه كاڼه كړي.
XS
SM
MD
LG