د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۶

په ننګرهار کې بم چاودنې ٨ تنه ټپيان کړل


د شنبې په ورځ سهار ٧ نيمې بجې شاوخوا د جلال اباد ښار په مجبور اباد کې د يوې چاودنې له امله ٨ تنه زخميان شوي. ويل کېږي، چې د پېښې په زخميانو کې د ملي امنيت کارکوونکي او مسلکي دواړه شامل دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل:

چاودنه په يوه ريکشا موټر کې د ايښودل شوي بم په واسطه شوې ده. ده وويل:

تر اوسه پورې د پېښې له ځايه ٨ تنه ټپيان روغتون ته وړل شوي، چې ٦ بېرته خپلو کورنو ته تللي او دوه يې په روغتون کې بستر دي.

د پېښې تر څېړنو وروسته به معلومه شي چې په پېښه کې زيانمن شوى موټر او کسان د کومې ادارې کارکوونکي دي.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر اجمل وويل: د پېښې ٨ تنه ټپيان دوى ته رسېدلي.

د پېښې يوې عيني شاهدې وويل: زموږ د کور مخې ته درز شو، د کور ديوال مو ونړېد، له بيرون نه مو يو ماشوم رامنډه کړه او چيغې وهلې چې ژوبل شوم. ومې ليدل چې په سرو وينو باندې ککړ دى، بېرون عسکر هم په وينو ول.

د وسله والو طالبانو يوه وياند زبيح الله مجاهد وويل: چاودنه د دوى په لارښوونه د ملي امنيت د کارکوونکو په موټر شوې، خو د ننګرهار چارواکو وويل، چاودنې زيانمنو هويت به ترڅېرنو وروسته دوى وښيي.
XS
SM
MD
LG