د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

په كابل كې به لس تفريحي پاركونه ورغول شي


كابل ښاروالې وايې، چې د ۱۳۸۹ هجرې لمريز كال تر ورستيو پورې به په كابل كې لس تفريحي پاركونه جوړ كړي.

كابل ښاروال محمد يونس نو انديش ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مركه كې وويل، چې د دغو پاركونو لپاره ځايونه په نښه شوې دي او د ډيزاينولو كار يې تر لاس لاندې دى:

"موږ به لس پاركونه د كال تر اخره ورغوو، هر څه يې تيار دي او د ځينو پاركونو د ډيزاين كار يې تر لاس لاندې دى."

د ښاغلي نوانديش په وينا كابل ښاروالۍ د امكان تر حده هڅه كوي، چې كابل په يو ښكلي او شين ښار بدل كړي.

د افغانستان د كرنې وزارت چارواكي د كابل ښاروالې د دغه اقدام ملاتړ كوي، وايي چې په دې برخه كې به له كابل ښاروالۍ سره مرسته وكړي.

د افغانستان د كرنې وزارت مرستيال محمد سليم كندوزى وايې، چې دغه وزارت به له كابل ښاروالۍ پرته د ټولو هغو نورو ادارو او موسساتو سره مرسته وكړي كومې چې د كابل ښار د شنو كولو پروګرامونه په پام كې لري:

"هغه مرستې چې د كرنې له وزارت څخه ممكن وي نه يوازې ښاروالۍ سره بلكې هغه مستقلې ادارې چې په دې برخو كې كار كوي هغه تر يو حده كومك د كرنې وزارت له لارې ورسره ممكنه وي موږ ورسره د تل لپاره اماده يو."

د ښاغلي كندوزي په وينا دغه وزارت په ولايتونو كې هم د ورته پروګرامو د ملاتړ ژمنه كوي، خو كابل ښاريان هم د پاركونو د جوړولو په برخه كې د كابل ښاروالې د دغه اقدام هركلۍ كوي وايې، په كار ده چې د هرې ناحيې لپاره يو تفريحي پارك په پام كې ونيول شي.

په افغانستان په ځانګړي ډول كابل كې د څو كلنو جګرو په ترڅ كې د ښار پاركونه او بڼونه هم له جګړې څخه اغيزمن شوي دي.

په دې برخه كې جوړ شوي پلانونه نه دي پلي شوي او ويل كيږي، چې يو شمېر هغه ځايونه چې د پاركونو لپاره په نښه شوي دي، د زورواكوله خوا لاندې شوي او كورونه پرې جوړ شوي دي.
XS
SM
MD
LG