د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

کریسټال: روزل شوي افغان ځواکونه لا د امنیت ټینګولو وس نه لري


جنرال سټینلي مک کریسټال د جمعې په ورځ د فرانسې په ایهدین پوځي انسټیټیوټ کې د خبرو په مهال وویل، په افغانستان کې دېره اییتلافي ځواکونو په شخصي قراردادي کمپنیو زیاته تکیه کړې او دا یې هم په ټینګار سره وویل، چې دوې هغه طالب وسله وال له نږدې څاري کوم، چې په ایران کې روزل کیږي.

جنرال مک کریستال چې فرانسې ته په یوه څلور ورځني سفر تللی، دا یې هم وویل: زه فکر کوم دا به زموږ په ګټه وي که چېرې قراردادیان را کم کړو.

د دې په ځاى باید چې د اړتیا په صورت کې د سرتېرو شمېر زیات کړو او هم په روان ماموریت کې د افغان ځواکونو ونډه او مسولیتونه زیات کړو.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مک کریسټال دغه راز وویل، داسې استدلال کېده چې له امنیتي قراردادیانو سره معاملې په ښه نیت شوي دي، د دې کمپنیو په موجودیت کې په پوځ باندې بوج کم شو او حکومتونو پېسې هم سپمولي دي.

دی وایي، له خصوصي امنیتي کمپنیو سره په معاملو کې حکومتونه د پیسو سپما نه شي کولاى او موږ په دې کمپنېو باندې له حده زیاته تکیه کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټینلي مک کریسټال ونه ویل، چې د دې پروګرام بوديجه به کمه شي او کنه.

د امریکا د کانګرس یوې څیړونکي ډلې د تېرې جنورۍ میاشت کې د امریکا د دفاع وزرات په استناد په افغانستان او عراق کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه راپور کې ویلي و، د تېر سپټمبر میاشتې را هیسي په افغانستان کې له ۱۱۴۰۰ څخه زیاتې خصوصي امنیتي کمپنۍ فعالې دي.

اسوشيټد پرېس اژانس لیکي: خصوصي امنیتی قراردادي کمپنۍ چې د ډپلوماتانو د امنیت، روزنې او مشاورت په چارو کې فعالیت کوي، د امریکا او متحدینو د ځواکونو قوماندانانو او پالیسۍ جوړونکو په مخکې یو ستر خنډ دی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مک کریسټال د جمعې په ورځ دغه راز دا مسله هم یاده کړه، چې ځینې طالب وسله وال په ایران کې روزل کیږي، وسلې او چاودیدیدونکي مواد هم له دغه هېواد څخه افغانستان ته راځي.

جنرال مک کریستال وویل، له ایران څځه افغانستان ته د وسلو بهېر قوي نه دی او د جګړې لوری نه شي بدلولاى. ده وویل، زه دا هم نه شم ویلای، چې دا کار دې د ایران د حکومت پالیسي وي، خو دومره وایم چې موږ یي له نږدې څارو او که چېرې د وسلو او مهماتو استول افغانستان ته زیات شي نو په هغه صورت کې به زموږ اندېښنې هم ورسره زیاتې شي.

تېره میاشت د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس ویلي و ایران په افغانستان کې دوه مخې سیاست پر مخ وړي.

په دې معنی چې له یوې خوا د افغانستان له حکومت سره یې اړیکې ښه کړي او له بلې خوا د وسله والو ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې په امریکایي او ناټو ځواکونو حملې وکړي. ایران دا تورونه رد کړی دي.
XS
SM
MD
LG