د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

تېره شپه كندهار ښار يوې درنې چاودنې ولړزاوه


تېره شپه نهه بجې کندهار ښار يوې زورورې او ويروونکي چاودنې ولړزاوه. چاودنه چې د دوېمې حوزې اړوند ميرويس روغتون تر څيرمه د ASI د دفتر مخې ته رامنځ ته شوه .

چاودنې له ځانه سره يوه زوروه لمبه هم درلوده چې کندهار ښاريان يي سخت وويرول.
نوموړي چاودنه، چې موټر بم وه د يادې کمپنۍ د ودانۍ په دروازه کې رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې د ځينو امنيتي سرچينو په خبره اتلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده، چې يو ملکي وګړي او درې بهرني کارکوونکي په کښې وژل شوي او د ځينو ملکي وګړېو په ګډون ١٤ تنه د يادې کمپنۍ ساتونکي په کې ټپيان شوي دي.

خو نن سهار د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر وويل، چې دوي ته ١٦ تنه ټپيان چې ملکي وګړي او د نوموړي کمپنۍ ساتونکي دي او يو وژل شوي کس چې د ميخانيکي ليسې زده کوونکى دى ور وړل شوې دى.

د چاودنې له کبله ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلي ده او په سيمه کې د ځينو خلکو کورونه او دکانونه هم نړېدلې دي.

د يادونې وړ ده، چې په کندهار ښار كې تېره شپه دا دوهمه چاودنه ده، چې لمړۍ چاودنه په هرات دروازه کې د نورجهان هوټل مخې د موټرونو په تم ځاى کې وشوه، چې له کبله يي د امنيتي چاوراکو په وينا دوه تنه ملکي کسان ټپيان شوه خو د ميرويس روغتون چارواکي وايي، چې دوي ته د نوموړي چاودنې شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG