د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۵۱

سره صلیب د ملكي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه وښودله


د سره صليب نړېوالې كمېټې د افغانستان په دوو ولايتونو كندهاراوهلمند كې د روان ميلادي كال په وروستيو مياشتو كې د ملكي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده كړې ده.

په افغانستان كې د سره صليب د نړېوالې كمېټې وياند عبدالحسيب رحيمي د جمعې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې وروستيو مياشتو كې د ملكي وګړو مرګ ژوبله ۴۰ فيصده زياته شوې ده.

نوموړي همدا راز د خبرو په ترڅ كې له ښكېلو خواوو وغوښتل، چې په جګړو كې دې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وكړي:

" د دوه زره نهم ميلادي كال د جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو كې هغه ارقام، چې موږ د ميرويس له روغتون څخه تر لاسه كړي، ۳۰ تر ۴۰ فيصده زيات دي.

موږ د جنګ له دواړو لورو څخه غواړو، چې د جګړې پر مهال تر اخرين حده دې د ملكي خلكو د تلفاتو مخنيوى وكړي."

په همدې حال كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سازمان هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره له ښكېلو خواوو غوښتې، چې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وكړي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي، چې دوى د ملګرو ملتونو د اعلاميې ملاتړ كوي او زياتوي چې په جګړو كې به د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى كوي.

سره له دې چې ملګرو ملتونو څو ځلې په افغانستان كې له ښكېلو خواوو د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه كړي، خو د افغان كارپوهانو او خلكو په وينا نه يوازې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى نه دى شوى ، بلكې ورځ تر بلې زياته شوې ده.
XS
SM
MD
LG