د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۱۶

نړۍ

د پاكستان د مشرانو جرګې د دې هيواد د ولسمشر واك كم كړې

د پاکستان د مشرانو جرګې پرون په اساسي قانون کې هغه اصلاحات تصویب کړل، چې له مخې یې د پارلمان د ړنګولو په برخه کې د دې هېواد د ولسمشر واک کموي.

د دې لایحې له مخې د انتخاباتي حکومت د ړنګولو، د پوځ او قضا د مشرتابه د ټاکنې په ګډون د ولسمشر ګڼ شمېر صلاحیتونه صدراعظم ته ورکول کیږي.

د پاکستان ولسمشر ته دا صلاحیتونه د پوځي جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال ورکړل شوي و.

د دغواصلاحاتو تصویبېدل، هغه مهم پړاوو دی، چې د مخالفو ګوندونو د غوښتنې له مخې ترسره شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، چې دا لایحه به
لاسلیک او توشیح کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ او پوتین د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملېن وايي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې د سږني کال په وروستیو کې د روسیې په ګډون د اووه سترو صنعتي هېوادونو د پراخې سرمشریزې د جوړېدو لپاره د خپل وړاندیز په اړه معلومات ورکړل.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان ده، ټرمپ تېره اوونۍ وویل، د 'G7' سرمشریزه به چې د راروانې جولای میاشتې لپاره‌یې پلان کړې وه، د روان کال تر مني پورې وځنډوي او په دې غونډه کې به روسیې، اسټرالیا، جنوبي کوریا او هند ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

کرملېن په یو بیان کې ویلي چې ټرمپ پوتین ته د خپلو نظریو یادونه وکړه، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي او دا یې هم نه‌دي ویلي چې پوتین د ټرمپ بلنه ومنله که نه.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې تأیید کړي او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو د 'G7' د سرمشریزې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د عدلي طب پایلې: جورج فلوید د خفه کېدو په نتيجه کې مړ شوی

ارشیف

د تور پوستي امریکايي جورج فلوید د عدلي طب نتیجه ښيي چې دی د غاړې خفه کېدو په نتيجه کې مړ شوی.

د دې سړي مړینې په ټوله امریکا کې له تېرو شپږ ورځو راهیسې اعتراضونه راپارولي دي.

مایک بایډن له امریکايي ډاکترانو یو دی چې د جورج فلوید د مړي معاینات‌یې کړي. ده د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا سړی پر غاړې او ملا د فشار په نتيجه کې د منیاپولیس ښار د پولیسو له لاسه مړ شوی دی.

پولیسو ۴۶ کلن جورج فلوید د میناسوتا ایالت په منیاپولیس ښار کې د یوه دکان مخې ته توقیف کړی وو. د مې په ۲۵مه نېټه اخیستل شوې وېډیو ښکاروي چې فلوید پړ مخې پر ځمکه پروت دی او سپین پوستي پولیس افسر ډيریک شاوین د فلويد پر غاړه خپل ځنګون ايښی دی.

فلوید وايي چې ساه نه‌شي اخیستلی او زارۍ کوي چې پولیس‌یې له غاړې ځنګون لیرې کړي.

۴۴ کلن شاوین له هغه وروسته په قتل تورن وپېژندل شو.

د فلوید د مړینې په اعتراض کې پراخ لاریونونه پيل شول چې په ځينو ځایو کې په تاوتریخوالي واوښتل.

له هنده د ۲ پاکستاني ډیپلوماتانو ایستلو په اړه د اسلام‌اباد اعتراض

د پاکستان ملي بیرق

پاکستان د هندوستان د هغه اقدام پر وړاندې اعتراض کړی چې په نوې ډېلي کې يې دوه کارکوونکي د جاسوسۍ په تور له هندوستانه ایستل شوي وو.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د مې په ۳۰مه) د پاکستان د سفارت دوه چارواکي د جاسوسي فعالیتونو په تور ونیول او وروسته‌یې هغوی ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې له هندوستانه ووځي.

پاکستان د دې اقدام په اعتراض کې د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د هند سفارت شارژدافیر احضار کړ او هغه ته‌یې وویل چې د نوې ډېلي تورونه بشپړه بې‌اساسه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د هند دا اقدام له ډیپلوماتيکو معیارونو ښکاره سرغړونه یاده شوې.

پاکستان همداراز خپل سفیر له نوې ډېلي ورغوښتی او په اسلام‌اباد کې يې د هند استازی خپل هېواد ته لېږلی دی.

د ایران په خوزستان کې د ښځو د سوک‌وهنې پر لوبو بشپړ بندیز ولګېد

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

خوزستان د ایران لومړی ولایت دی چې په‌کې د ښځینه سوک‌وهنې پر لوبو بشپړه بندیز دی.

د نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا د راپور له مخې د خوزستان د ښځينه سوک‌وهنې بورډ رئیس حمید زنګانه منش، د یکشنبې په ورځ (د مې په ۳۱مه) نېټه ویلي چې په دې ورزش کې د ښځو ډول فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د دې چارواکي په وینا د ایران ولسمشر د دې ورزش فدراسیون ته د ښځو د سوک‌وهنې د ورزش د ځنډولو په خاطر لیک لېږلی چې په نتيجه کې يې په خوزستان کې د دې ورزش زده‌کړه، تمرین او حتی د څرګندونو ټولګي تړل شوي دي.

تر اوسه د دې اقدام لامل نه‌دی واضح شوی او معلومه نه‌ده چې له دې امره سرغړوونکي به څه ډول مجازات کېږي.

په ایران کې د ښځو ډېری ورزشي فعالیتونه ممنوع شوي دي او د دې وضعیت توجیه نه‌ده ورکړل شوې.

مایک پومپیو: ایران ته به اجازه ورنه‌کړو چې اټمي وسلې ترلاسه کړي

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار کوي چې د ایران مخه ونیسي چې دا هېواد اټمي وسلې جوړې نه‌کړي.

مایک پومپیو د امریکا له تجارتي شرکتونو انسټټیوت سره د دوشنبې په ورځ د (۲۰۲۰ د جون ۰۱) نېټه په خپرو شویو خبرو کې همداراز ویلي چې د ایران په راکټي پروګرام کې د دې هېواد د توان محدودول د امریکا او متحدانو له لومړیتوبونو څخه دی.

ښاغلی پومپیو زیاتوي: "د ایران جمهوري اسلامي تهدیدونه همغسې دوام لري. دې هېواد څو ځلې په لاسلیک کړي توافق کې له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده. موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."

ایران د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت کې له امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره موافقه لاسلیک کړه چې د اټمي فعالیتونو محدودولو په بدل کې دې پر دې هېواد بندیزونه کم شي.

خو دوه کاله مخکې امریکا له دې توافقه ووته او پر تهران‌یې نوي بندیزونه ولګول.

ایران په تکراري توګه ویلي چې د دې هېواد د اټمي پروګرام هدف د انرژۍ تولید دی او نه‌غواړي اټمي وسلې جوړې کړي.

پومپیو: د جرمونو نړیوالې محکمې ته به د تحقیق اجازه ورنه‌کړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

مایک پومپیو په امریکا کې په امیرکن انټرپرایز انسټټیوت کې د دوشنبې په ورځ په خبرو کې وویل چې نه‌یوازې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، بلکې نورې امریکايي ادارې به هم د هغه څه پر وړاندې اقدامات وکړي چې نړیواله جنايي محکمه‌یې هڅه کوي.

پومپیو د دوشنبې په ورځ وویل: "نړیواله جنايي محکمه په اداري فساد اخته ده او د امریکا هغه ځوان سړي او ښځې په نښه کوي چې له قانون سره سم‌يې د نړۍ د یوه لوی مدنیت لپاره جګړه کړې ده. موږ به هېڅکله دوی دې کار ته پرېنږدو."

د امریکا دې لوړپوړي ډیپلومات په داسې حال کې خبرداری ورکړی چې نړیوالې جنايي محکمې خپلو څارنوالانو ته په افغانستان کې د طالبانو، افغان ځواکونو او امریکا د استخباراتي ادارې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو اجازه د روان کال په مارچ میاشت کې ورکړه.

د جورج فلوید د وژنې په غبرګون اعتراضونه نورو هېوادونو ته وغځېدل

د جرمني پلازمېنه برلین کې اعتراضونه

د پولیسو له‌خوا د تور پوستو د وژنو په اعتراض د امریکا د ګڼو ښارونو مظاهرې نورو هېوادونو ته وغځېدې.

زرګونه کسان نن د نیوزیلنډ په څو ښارونو کې په اعتراض راووتل او په امریکا کې یې د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي تر وژنې وروسته د نژادي بې‌عدالتۍ پر دوام اعتراض وکړ.

فلوید چې کومه وسله‌یې نه‌درلوده، تېره دوشنبه د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې په داسې حال کې چې یوه سپین پوستي پولیس‌یې پر غاړه زنګون ایښی و، ساه ورکړه.

د نیوزیلنډ په پلازمېنه اوکلنډ کې اعتراض کوونکو د امریکا د قونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه او په شعارونو کې یې لیکلي وو 'ساه نه‌شم اخیستلی او واقعي ویروس نژادي تبعیض دی'.

د جرمني او بریتانیا په پلازمېنو دغه‌راز د کاناډا په مونتریل او د برازیل په ریو دي ژنیرو کې هم اعتراض کوونکو له امریکایي مظاهره‌چیانو سره خپل پیوستون څرګند کړ.

په ایران او چین کې هم د امریکا د تاوتریخجنو اعتراضونو په وړاندې د امریکا د امنیتي ځواکونو پر اقدام اعتراض وشو.

که څه هم امریکايي چارواکو د فلوید د وژنې په تړاو څلور پولیس افسران له دندو لیرې کړي او د هغه پولیس پر ضد یې جنايي تورونه لګولي چې د قضیې اصلي اړخ دی، خو اعتراضونه کرار شوي نه‌دي.

پرون هم د امریکا په ۷۵ ښارونو کې پراخې مظاهرې شوې وې.

د قرغزستان-ازبکستان د اوسېدونکو سرحدي شخړه کې لسګونه کسان ټپيان شول

آرشیف

د قرغزستان او ازبکستان د اوسېدونکو ترمنځ په تازه سرحدي شخړه کې په لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

د قرغزستان روغتیا وزارت نن وویل چې په دې شخړه کې د قرغزستان ۲۵ تنه اتباع هم ټپیان شوي دي.

د وزارت په حواله ۴ تنه ټپیان بستر شوي چې د دوو روغتیایي وضعیت خراب دی.

خو د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو شخړو کې د سیمې ۱۶ اوسېدونکي هم ټپیان شوي دي.

خو د ازبکستان رسمي سرچینو دا موضوع تأیید کړې نه‌ده.

دغه شخړې پرون په سوخ ساحه کې شوي، د ازبکستان هغه سیمه چې د قرغزستان په قلمرو کې ده.

د ازادۍ راډیو خبریال وايي، څرنګه چې په دواړو خواوو ځینو کورونو ته اور اچول شوی، د دواړو خواوو وګړو پر یوه او بل د ډبرو ګوزارونه کول.

په ۱۹۹۱م کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر سقوط وروسته، د پخواني شوروي اتحاد زیات جمهوریتونه سرحدي لانجې لري.

ونزوئلا ته د لازیاتو تېلو د صادراتو لپاره د ایران تابیا

ونزوئلا کې د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، که ونزوئلا وغواړي تهران به ورته د تېلو صادرات جاري وسات.

د دغه وزارت ویاند عباس موسوي نن په هغه اوونیز کنفرانس کې دا خبره وکړه چې له دولتي ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده.

پر ایران او ونزوئلا دواړو د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا بندیزونه لګول شوي دي.

واشنګټن هڅه کوي چې ونزوئلا ته د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونیسي.

ایران په وروستیو کې ونزوئلا ته په تېلو بار پنځه کښتۍ لېږدولې دي.

د امریکا د جنوب دغه هېواد چې یو وخت د تېلو له عمده تولیدوونکو و، د اقتصادي بحران له کبله د پټرولو له قحطۍ سره مخامخ دی.

د امریکا متحده ایالاتو، حکومتونو، ټرانسپورتي ادارو او بیمه کوونکو ته خبرداری ورکړی، د ایران د تېلو له انتقالوونکو کښتیو سره د همکارۍ په صورت کې به له بندیزونو سره مخامخ شي.

د لمونځ کوونکو پرمخ عربستان او بیت المقدس کې د جوماتونو پرانیستل

په سعودي عربستان کې چې شاوخوا نهه سوه جوماتونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له دوو میاشتو راهیسې تړل شوي و، پرون د لومړي ځل لپاره بېرته پرانستل شول.

په سعودي عربستان او بیت المقدس کې جوماتونه بیرته د لمونځ کونکو پرمخ پرانستل شول او په بریتانیا کې بیا هغو په سلګونو اعتراض کونکو چې په امریکا کې یې له مظاهرو سره خپل ملاتړڅرګنداوه، خپرې شوې د کرونا وبا ته په نه پاملرنې ټولنیز واټن مراعات نه کړ.

په سعودي عربستان کې چې شاوخوا نهه سوه جوماتونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له دوو میاشتو راهیسې تړل شوي و، پرون د لومړي ځل لپاره بېرته پرانستل شول.

په بیت المقدس کې لوی د الاقسا جومات هم د لمونځ کونکو پرمخ بېرته پرانستل شو.

په لندن کې بیا په سلګونو اعتراض کونکو پرلویو غونډو د لګول شویو بندیزونو پام ونه کړاو د امریکا د سفارت په مخکې یې په متحدو ایالتونو کې د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د هغه تورپوستې کس د وژل کېدو په اعتراض کې لاریون وکړ چې د امریکا په ګڼو ښارونو کې یې قهرجنې مظاهرې راپارولې دي.

په عین حال کې په ډېرو هېوادونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې بیساري بندیزونه لګولي، د دغو بندیزونو د نرمولو بهیر دوام لري.

د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر پرون یکشنبې له شپږ میلیون او دوه نیم لکه کسانو واوښت او د دغه کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر هم نژدې ۳۷۴ زره کسانو ته رسېدلی دی.

د امریکا یوه خصوصي ستور بېړۍ نړیوال فضایي تمځي ته ورسېده

د راګون کرو ستور بېړۍ شنبه له فلوریډا توغول شوې وه چې پکې دوه امریکايي ستور مځلي ناست و.

هغه دوه امریکایي ستورمزلي چې د لومړي ځل لپاره په یوې خصوصي فضایي بیړۍ کې فضا ته استول شوي و، نړیوالې فضایي اډې ته ننوتل.

د دغو ستورمزلو د سپرلۍ بیړۍ ډراګون چې سپیس اکس کمپنۍ جوړه کړې، د شنبې په ورځ له فلوریډا د فالکون ۹ توغندي په واسطه له توغول کېدو وروسته پرون ماښام نړیوالې فضايي اډې ته رسېدلې وه.

ډاګ هرلي او باب بینکین په دې فضایي اډه کې له دوو روسي او یوه امریکایي ستورمزلو سره یوځای شول او ښایي تر څلورو میاشتو پورې په دې اډه کې تېر کړي.

دا په نژدې یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالات په خپله ستورمزلي فضا ته استوي.

په دې موده کې امریکا د روسیې په سیوز توغندیدو چې د قزاقستان له بایکانور فضایي اډې به توغول کېدل، متکي وه.

دغه ماموریت چې د سپیس ایکس کمپنۍ جوړه شوې بیړۍ پکې آزمویل شوې، خصوصي کمپنیو ته لاره هواروي چې ستورمزلي نړیوالې فضایي اډې ته ولېږدوي او هم د سوداګریزو فضایي الوتنو یونوی باب پرانېزي.

امریکا کې د یوه تور پوستي د وژنې په غبرګون اعتراضونه وغځېدل

امریکا کې اعتراضونه

په امریکا کې د نژادي عدالت غوښتنې لپاره اعتراضونه چې د یو سپین پوستي پولیس په لاس د یوه تور پوستي وګړي له مړینې وروسته وپارېدل، پرون د مې په د۳۰مه څو لویو ښارونو ته هم وغځېدل.

دا اعتراضونه په نیویارک، واشنګټن، اتلانتا، شیکاګو، لاس انجلس او یو شمیر نورو ایالتونو کې وشول.

۴۶ کلن تور پوستي جورج فلوید د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ساه ورکړه چې د پولیسو یوه سپین پوستي افسر د میناسوتا ایالت د مینیاپولیس ښار په یوه سړک کې د هغه په لاسونو کې زولنې واچولې، مخ پر ځمکه‌یې څملاوه او خپل زنګنونه‌یې د هغه پر اورمېږ کېښودل.

په هغو وېډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي ښکاري چې فلوید د پولیسو دې افسر ته څو ځلې زارۍ کوي چې ساه یې بندېږي، خو هغه‌یې نه‌پرېږدي.

دا اعتراضونه چې په سر کې سوله‌ییز وو، وروسته له هغه په تشدد واوښتل چې معترضانو د ګرځ‌بندیز مقررات له پامه وغورځول، لارې یې بندې کړې، ځیني ځایونه‌یې وسوځول، ښیښې یې ماتې کړې او د مظاهرو ضد پولیسو سره لاس ګرېوان شول.

په واشنګټن کې سلګونه معترضان په داسې حال کې د عدلیې وزارت مخې ته راټول شول چې په خپلو شعارونو کې یې ویل، (زه ساه نه‌شم ایستلی) او (د تورو ژوند هم اهمیت لري).

معترضان وروسته د سپینې ماڼۍ پر لور وخوځېدل چې هلته‌یې بیا پولیسو مخه ونیوله.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلوید وژنه سخته غمیزه بللې ده، خو په عین حال کې یې ویلي، د هغو مظاهرو زغم نه‌لري چې په تشدد واوړي.

د میناسوتا ایالت چارواکو ویلي د پولیسو افسر دیریک شاوین د فلوید په وژنه تورن ګڼل شوی او هغه افسران چې په قضیه کې دخیل وو، له دندو ګوښه شوي دي.

سعودي کې ۹۰ زره جوماتونه بېرته پرانیستل شول

سعودي عربستان کې یو جومات

په سعودي عربستان کې له مکې مکرمې پرته د نورو ښارونو زرګونه جوماتونه چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې بند شوي و نن د لومړي ځل لپاره بیا پرانیستل شول، خو لمونځ کوونکو ته ویل شوي دي چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باید لازم مقررات په کلکه مراعات کړي.

د سعودي حکومت شاوخوا ۹۰ زره جوماتونه وروسته له دې چې د هغو پر غالیو، د اوداسه پر ځایونو او الماریو یې عفوني ضد مواد وپاشل پرانیستل.

د سعودي د اسلامي چارو وزارت وايي د 'SMS' له لارې په میلیونونو پیغامونو کې یې خلکو ته د لمانځه د دوه متره فاصلې د ساتنې، د ماسک د جبري اغوستو او په لاس او غېږو د روغبړ نه‌کولو په ګډون د نویو مقرراتو خبر ورکړی دی.

د نویو مقرراتو له مخې د جوماتونو دروازې له لمانځه ۱۵ دقیقې مخکې پرانیستل کېږي او د لمانځه له خلاصېدو ۱۰ دقیقې وروسته بندېږي.

د مکې مکرمې جوماتونه لاهم د عوامو پر مخ بند دي، خو په بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات چې له مکې او مدینې وروسته د مسلمانانو درېیم سپېڅلی مکان ګڼل کېږي هم پرانیستل شوی دی.

انګېلا مېرکل واشنګټن ته د ورتګ لپاره د ټرمپ بلنه رد کړه

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل واشنګټن ته د ورتګ لپاره د ډونالډ ټرمپ بلنه رد کړه.

د امریکا ولسمشر انګېلا مېرکل ته بلنه ورکړې وه چې د نړۍ د سترو ۷ صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

پولیټیکو خبري اژانس د جرمني د حکومت د ویاند په حواله لیکلي چې صدراعظمې انګېلا مېرکل له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کړې چې د جون د میاشتې په وروستیو کې یې غونډې ته ور بللې وه.

خو له دې کبله چې د کرونا وبا خپره شوې صدراعظمه مېرکل لا نه شي کولای چې واشنګټن ته له سفر وکړي خو د کرونا وبا له کبله رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري.

سپینې ماڼۍ د مې په ۲۶مه نېټه وویل چې ولسمشر ټرمپ فکر کوي چې په امریکا کې د سترو ۷ صنعتي هېوادونو د غونډې پيل د نړۍ د اقتصادي مارکېټونو د بیا پرانیستل کېدو ښه بېلګه ګڼل کېدلای شي.

روحاني: ایران کې به ژر جوماتونو کې د ورځې لمونځونه پیل شي

حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون، د مې په ۳۰مه، وویل چې په دې هېواد کې به ډېر ژر په جوماتونو کې د ورځې لمونځونه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ځیني برخو کې د کرونا ویروس لا هم د خپرېدو په حال کې دی.

حسن روحاني پرون وویل: "د ایران جوماتونه به ډېر ژر د ورځني لمانځه لپاره پرانیستل شي او روغتیايي سپارښتنې باید په پام کې ونیول شي."

په ایران کې حکومت له یوې مودې راهیسې د کرونا د وبا له کبله د لګول شوو بندیزونو په نرمولو لګیا دی.

د ایران د رسمي خبري سرچینوپه حواله، ۱۵۰ زره کسان په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۷۷۰۰ زیات وګړي په دې خطرناک ویروس مړه شوي دي.

خو یو شمېر څارونکي شک لري چې حکومت له اصلي شمېر کموي او ريښتیني ارقام ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG