د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۲

نړۍ

په قرغزستان كې پخواني ولسمشرباقيف استعفا وركړه

په قرغیزستان کې چارواکو د پخواني ولسمشر کرمان بېګ باقيیوف د استعفی له اعلان وروسته، نوی حکومت مشروع اعلان کړی او هیله یې ښودلې ده چې له دې سره به په دې هېواد کې روان بحران پای ته ورسېږي.

باقيیوف پرون له قرغیزستانه ووت او ګاونډي قزاقستان ته ولاړ او د موقت حکومت چارواکي وايي، چې خپله استعفی یې لاسلیک کړې ده.

قزاقستان چې دا مهال په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان مشري کوي وايي، چې دې هېواد له امریکا او روسیې سره په ګډه له قرغیزستانه د باقييوف د وتلو په برخه کې منځګړيتوب کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا، روسیې او قزاقستان ولسمشرانو، په روانه اونۍ کې په واشنګټن کې د اټومي وسلو په اړه په سرمشریزه کې له هېواده د باقييوف د وتلو په اړه خبرې وکړې.

دوی همدا راز ژمنه کړې ده چې باقييوف به د هغه څه په خاطر چې دوی یې جنایات بولي، محکمې ته راکاږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بایډن او پوتین: د نظرونو له اختلافونو سره-سره په خبرو کې پرمختګ شوی

د امریکا او روسیې ولسمشرانو جوبایډن او ولادمیر پوتین

د امریکا او روسیې ولسمشرانو جوبایډن او ولادمیر پوتین ویلي، د نظرونو له ژورو اختلافونو سره-سره په خبرو اترو کې یې پرمختګ کړی دی.

دوی همدا راز ویلي چې په جنیوا کې یې په خپله لومړنۍ مخامخ غونډه کې د وړو مسالو په اړه د نظر یووالی درلود.

خو د لویو مسالو پرسر اختلاف سبب شوی چې د دوو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې را وروسته تر بل هر وخت سړې شي.

د خلیج شورا: د ایران اټمي خبرو کې دې د دوی توغندويي پروګرام شامل شي

د خلیج د همکارۍ شورا

د خلیج د همکارۍ شورا د ایران په اټمي خبرو کې د دغه هېواد د توغندويي پروګرام د شاملېدو غوښتنه وکړه.

دې شورا پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د ایران له اټمي پروګرامه د دغه هېواد د توغندو د جوړولو پروګرام بېلول به خطرناکه وي.

د خلیج د همکارۍ شورا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په خپله غونډه کې د ویانا په خبرو اترو کې د دغو موضوعاتو د شاملېدو په اړه د نړیوالو قدرتونو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ایران له فرانسې، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې، اروپايي اتحادیې او امریکا سره د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ویانا کې د خبرو شپږم پړاو پیل کړ.

امریکا ویلي، که ایران خپلې هغه ژمنې عملي کړي چې په اټمي موافقه کې یې کړي، دې موافقې ته بېرته ستنېږي.

امریکا په ۲۰۱۵ میلادي کال له دې موافقې ووته او پر ایران یې بندیزونه سخت کړل.

هاخوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ په خبرو کې د پام وړ اختلافات تراوسه په خپل حال پاتې دي.

دې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خبرې ستونزمنې شوي او دې ته اړتیا ده چې زړورې پرېکړې وشي ځکه چې وخت ډېر نشته.

تر دې یوه ورځ مخکې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې رییس رافایل ګروسي ویلي و چې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره باید انتظار وایستل شي چې په ایران کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او تمه ده چې نوی ولسمشر به تر دوو میاشتو پورې خپله کابینه وټاکي.

اروپايي اتحادیه به د بلاروس ۷۸ تنه او ۷ موسسې تحریم کړي 

هغه الوتکه چې بلاروسي چارواکو په زوره ښکته کولو ته اړ ایستې وه.

د اروپايي اتحادیې سفیرانو پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) موافقه وکړه چې ۷۸ تنه او ۷ موسسې به د بلاروس له لوري د راین ایر د سپرلیو د الوتکې د جبري کښته کولو په تړاو تحریم کړي.

اروپايي دیپلوماتانو وویل،۷ تنه د دې الوتکې د کوزولو په پېښه کې د مسقیم لاس لرلو په خاطر او ۷۱ نور د مخالفانو پرضد د بلاروس د حکومت د پراخو ځپونکو اقداماتو په خاطر تحریم شوي دي.

بلاروس د مې په ۲۲مه د راین ایر یوه الوتکه چې له اتنه ویلنیوس ته روانه وه، د جنګي الوتکې په وسیله په زوره کښته کړه او یو مخالف خبریال رومان پروتاسویچ یې ورڅخه کښته او بندي کړ.

د دې اقدام په ځواب کې اروپايي اتحادیې د بلاروس پر فضا د الوتکو د تګ راتګ د درولو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې د غړیو هېوادونو هوايي ډګرونو ته د بلاروس د الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

مکنزي سکاټ ۲ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستندویو ټولنو ته ورکوي

د امازون د بنسټګر پخوانۍ مېرمن مکنزي سکاټ

د امازون د بنسټګر پخوانۍ ماندینې مکنزي سکاټ اعلان وکړ چې دوه میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستندویو ټولنو او هغې موسسې ته ورکوي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې کار کوي.

اغلې سکاټ چې د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ده، د ټولنیزو شبکو له لارې د دغه خبر د اعلانولو ترڅنګ ویلي دا پیسې چې دې بښلي؛ د مرستو ترلاسه کوونکو ته د مثبتو فعالیتونو لار هواروي.

مکنزي سکاټ تردې وړاندې په ۲۰۲۰ میلادي کې هم د خپلو شتمنیو ۶ میلیارده ډالره د کرونا ځپلیو د مالي مرستو پروګرام، د تور پوستو تعلیمي مرکزونو، د جنسیتي مساوات په برخه کې فعالو موسسو او پوهنتونونو ته بخښلي وو.

د فوربس مجلې پر اساس د مکنزي سکاټ شتمني ۶۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا پیسې یې په ۲۰۱۹ میلادي کې له خپل مېړه جېف بیزوس څخه د طلاق پر سر له جوړ جاړي وروسته ترلاسه کړې.

فرانسه: د ایران د اټمي تړون خبرو کې د پام وړ اختلافات لا شته

ارشیف، د ایران پر اټمي تړون د نړیوالو قدرتونو ترمنځ خبرې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ خبرو کې د پام وړ اختلافات تراوسه په خپل حال پاتې دي.

دې وزارت پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خبرې ستونزمنې شوې او دې ته اړتیا ده چې زړورې پرېکړې وشي، ځکه چې وخت ډېر نشته.

تر دې یوه ورځ مخکې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې رییس رافایل ګروسي ویلي چې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره باید دې منتظر شو چې په ایران کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او تمه ده چې نوی ولسمشر به تر دوو میاشتو پورې خپله کابینه وټاکي.

درې چینایي ستورمزلي د فضایي اډې پر لور روان شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

درې چینایي ستورمزلي یا فضا نوردان نن په یوه فضایي بیړۍ کې د چین د فضایي اډې پر لور روان شول.

دغه درې ستورمزلي به چې دوه یې تجربه لرونکي دي، درې میاشتې د چین د فضایي اډې په تیانهي نومې برخه کې چې د دې اډې اصلي برخه ده، تېرې کړي.

دوی به په دې فضایي اډه کې څېړنې کوي، نوي وسایل به ازمویي او راتلونکي کال به له دې اډې سره د دوو نوېو مودولونو یا خونو د یوځای کېدو لپاره تیاری نیسي.

د شینزو ۱۲ په نوم د دوی د سپرلۍ فضایي بېړۍ چې د چین له شمال لویدیځ د جیوکوان له فضایي مرکزه د یوه توغندي په وسیله توغول شوې وه، د یوه لنډ واټن له وهلو وروسته ترې جلا شوه او له مهال ویش سره سم د ځمکې مدارته ننوته.

چین په پام کې لري چې په راتلونکي یو نیم کال کې ۱۱ نور فضایي ماموریتونه هم ترسره کړي، څو د تیانګونګ فضایي بیړۍ د نصبولو کار بشپړ کړي.

له غزې توغول شوي اور بلوونکو بالونونه؛ اسراییل د اور وژنې هڅې کوي

ارشیف

اسراییلي چارواکو پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) ناوخته وویل چې اطفاییه د هغو څلورو لګېدلو اورونو د وژلو هڅې کوي چې له غزې راغلیو اور بلوونکو بالونونو لګولي دي.

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ کړکېچ وړمه شپه وروسته ترهغه زیات شو چې له غزې د اور اچوونکو بالونو تر پېښې وروسته د اسراییل نوي حکومت په ځواب کې په غزه کې بمباري وکړه او ویې ویل چې د حماس وسله وال مرکزونه یې په نښه کړل.

تېره میاشت تر ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وشو او د وړمې شپې هوایي برید تردې اوربند وروسته لومړی یو و.

په ورته وخت کې اسراییلي پوځيان وایي چې د لویدیځې غاړې په رام الله کې یې یوه فلسطینۍ مېرمن وروسته تردې وویشته چې پر پوځیانو یې برید وکړ، خو د دې ښځې یوه خپل ویلي دي چې دې ښځې سهواً لاره غلطه کړې وه.

حماس د وړمې ورځې د بالونو د برید په اړه ویلي دي چې دا د سې شنبې په ورځ د اسراییل له لوري په ختیځ بیت المقدس کې د لاریون په ځواب کې شوی دی.

د ایران انتخابات؛ مهر علیزاده له کاندیداتورۍ لاس واخیست

پخوانی مرستیال ولسمشر ۶۴ کلن محسن مهر علیزاده

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه اصلاح غوښتونکي نوماند له کاندیداتورۍ لاس واخیست.

ایراني رسنۍ وايي چې پخوانی مرستیال ولسمشر ۶۴ کلن محسن مهر علیزاده نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ له کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ.

نوموړی یو له دوو اصلاح غوښتونکو څخه دی چې د ایران د روان جون د ۱۸مې یعنې د راتلونکې جمعې د ورځې انتخاباتو ته د کاندید په توګه تأیید شوی و.

اوس پنځه کاندیدان پاتې دي او غالب ګومان دا دی چې د ایران د قضاییه قوې سخت دریځی مشر ابراهیم ريیسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.

له بلې خوا د ایران ۱۱۰ تنو سیاسي او مدني فعالانو نن چهارشنبه له ایرانیانو څخه وغوښتل چې د جمعې د ورځې انتخابات بایکاټ کړي.

دوی په یوه ګډه لاسلیک کړې اعلامیه کې خلکو ته په خطاب کې ویلي چې په فرمایشي او نمایشي انتخاباتو کې چې د دوی په وینا د بد او بدتر ترمنځ انتخاب دی، ګډون ونه کړي.

په امریکا کې د 'الزایمر' واکسین د ازموینې پایلې بریالۍ وې

دا واکسین نیورو ساینس په نوم شرکت جوړ کړی

په امریکا کې د الزایمر یا هېرې د واکسین د کلنیکي ازموینې د دوهم پړاو پایلې بریالۍ وې.

دا واکسین نیورو ساینس په نوم شرکت چې د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ د درملنې په برخه کې فعالیت کوي جوړ کړی دی.

نیور ساینس په وروستیو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپل واکسین وازمایه چې نتیجه یې تر ډېره بریالۍ وه.

اوس دا واکسین په ۸ هېوادونو کې پر ۱۹۶ رضاکارانو ازمویل شوی دی.

لومړنۍ نتیجې ښيي چې واکسین منفي عوارض نه لري او د ناروغ په بدن کې داسې انټي باډي رامنځته کوي چې د یو ډول پروتین د جوړېدو سبب کېږي چې د الزایمر له ښه کېدو سره مرسته کوي.

بریتانیا: له ایران سره اټمي هوکړه کې د بریالیتوب تضمین نشته

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له ایران سره د اټمي موافقې په برخه کې له څرګندو پرمختګونو سره سره لا هم په خبرو کې د بریالیتوب تضمین نه شته.

ډومینیک راب پرون سې شنبه (د غبرګولي په ۲۵مه) د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت په منظم ډول د اټمي موافقې د ګډ اقدام جامع پروګرام ته ژمن نه دی.

نوموړی وايي، بریتانیا له خپلو اروپايي شریکانو، امریکا او روسیې سره همکاري کوي، خو په وینا یې اړتیا ده چې ایران په بشپړ ډول د اټمي هوکړې ټولې ژمنې پر ځان تطبیق کړي.

د اسراییل پوځ پر غزې هوایي بریدونه وکړل 

غزه

د اسراییل پوځ نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) سهار وختي پر غزې هوایي بریدونه وکړل.

د اسراییل پوځ ویلي، دا بریدونه وروسته تر دې وشول چې فلسطیني سخت دریځو د دوی خاورې ته اور شیندونکي بالونونه ولېږل.

دا د تېرې میاشتې له اوربند وروسته پر غزې د اسراییلو لومړنی برید دی چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویل شوي.

له هغه اوربند سره د اسراییل او فلسطینیانو ۱۱ ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده.

د اور شیندونکو بالونونو او هوایي بریدونو دا تبادله داسې مهال کېږي چې پرون په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې سلګونه ملي پلوه کسانو چې د اسراییل بیرغونه یې لېږدول، لاریون وکړ.

کرونا؛ د امریکا په دوو ایالاتونو کې لګیدلي بندیزونه لېرې شول

کالیفورنیا

د امریکا دوو ګڼ مېشتو ایالاتونو کالیفورنیا او نیویارک کې د کرونا ویروس له کبله نږدې ټول لګول شوي بندیزونه لېرې کړل.

دا ګام وروسته تر دې اخېستل کېږي چې دغلته د واکسین شوېو کسانو کچه لوړه او په کرونا د اخته کېدو ورځنۍ پېښې په څو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راغلي.

کالیفورنیا پرون د جون په ۱۵مه دا بدلون ولمانځه او والي یې ګاوین نیوسوم وویل، دوی د وبا پاڼه واړوله.

والي وویل، نن له کورنیو، خپلوانو او نورو سره د ناستې پاستې او غېږې ورکولو ورځ ده.

کالیفورنیا او نیویارک کې بندیزونه وروسته تردې پای مومي چې چارواکو یې وویل، ۷۰ فیصده وګړو یې لږ تر لږه یو ډوز واکسین کړی دی.

د ترکیې ولسمشر اذربایجان ته په خپل سفر کې نګرنو-قره باغ ته ولاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، اذربایجان ته په خپل سفر کې د نګرنو-قره باغ هغه سیمه هم وکتله چې ادارې یې له ارمنستان څخه اذربایجان ته سپارلې ده.

اردوغان باکو ته له رسېدو وروسته د نګرنو قره باغ په جنوب ختیځ کې فوزولي سیمې ته لاړ چې ۳۰ کاله وروسته اذربایجان ته سپارل شوې ده.

د ترکیې ولسمشر له خپل اذربایجاني سیال الهام علییف سره وکتل او دواړه سوسا سټراتیژیک ښار ته هم لاړل.

ارمنستان او اذربایجان پر بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ د شپږو اوونیو تر جګړې وروسته په تېره نومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب پر اوربند موافقه وکړه.

د هغې جګړې له کبله ځینې سیمې چې له ۹۰یمو کلونو راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې وې، اذربایجان ته وسپارل شوې.

ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د ارمنستان رقیب دی، خو د اذربایجان له کلیدي ملاتړو ګڼل کېږي.

د سربیا او کاسوو د رهبرانو د خبرو لومړی پړاو ناکام شو

د سربیا او کاسوو رهبران

د سربیا او کاسوو د رهبرانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو ناکام شو.راپورونه وايي، دواړو رهبرانو پرون په بروکسل کې سره وکتل او د اړیکو د عادي کولو لپاره یې په خبرو کې کوم پرمختګ ونه شو.

د سربیا او کاسوو رهبرانو کال مخکې هم تر یوې لسیزې وروسته سره کتلي وو، خو د دوی په کتنه کې هغه وخت هم پرمختګ نه و شوی.

کاسوو په ۲۰۰۸میلادي کال کې له سربیا خپله خپلواکي اعلان کړه چې د امریکا په ګډون تر ۱۰۰ زیات هېوادونه یې په رسمیت پېژني.

د ناټو د غړیو هېوادونو مشران: چین دې پر نړیوالو ژمنو ودریږي 

د ناټو د غړیو هېوادونو مشران

د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د چین تهاجمي چلند نړیوالو قوانینو او د اروپايي ټولنې او اتلانتیک امنیت ته په سیسټماټیک ډول ستونزې راولاړې کړي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه) په بروکسل کې د دې تړون د ۳۰ غړیو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې خپره شوې، مشرانو د چین د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد جبري سیاستونو، په زیاتیدونکي ډول د اټمي مهماتو زېرمه کولو، له روسیې سره پوځي همکاري او له ناسمو معلوماتو څخه تل استفادې د نړۍ امنیت ته ستر ګواښ متوجه کړی دی.

د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو له چین څخه غوښتي چې پر نړیوالو ژمنو ودریږي او په نړیوال سیسټم کې د یوه ستر قدرت په توګه په تېره بیا فضایي، سایبري او بحري برخو کې دې خپل مسوولیت پرځای کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG