د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

افغانستان سره د پاکستان له خوا ۳۰ ميکسچر ماشينونه مرسته وشوه


د پاکستان سفير پرون ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د جلال اباد او تور خم ترمنځ د دوهم سړک د کار د سرته رسېدو هيله وخوده. سفير محمد صادق د جمعې په ورځ د فوايد عامې رئيس انجينر محمد عارف ته ۳۰ميکسچر ماشينونه د ۹۰۰۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت وسپارل.

دغه راز نوموړي سفير له دوه نورو پروژو څخه هم ليدنه وکړه، چې يوه يې کابل - جلال اباد د دوهمې لارې د جوړېدو چارې او بل په ننګرهار کې د پختورګو د روغتون.

ده هيله وخوده، چې د پختورګو د روغتون کار اتيا فيصده بشپړ شوى او پاتې نور به يې هم په نژدې راتلونکې کې سرته ورسېږي.

ده د کابل- جلال اباد د دوهم سړک د جوړېدو تمه هم وخوده. محمد صادق وويل، چې دى به د تورخم- جلال اباد د دوهم سړک د پاتې کار په اړه هم له د خپل هېواد له مقاماتو سره وغږېږي.

د ننګرهار مرستيال والي محمداعالم اسحاق زي ته چې کله دغه ماشينونه سپارل کېدل وې ويل، د پاکستان له مرستو ډېره مننه کوو، دغه پروژې چې دوى دلته تطبيقوي د ننګرهار د خلکو په ژوند کې ډېر ارزښت لري هيله ده چې پاکستان له موږ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

فوايد عامې ته ورکړل شوي ميکسچر ماشينونه د قيرګډوډولو چارې پرمخ بيا يي.

د تورخم جلال اباد ٧٤ کيلو متره اوږده لار د پاکستان هېواد په مرسته يوه راسته جوړه شوې او د بلې کار تر يو کال زيات وخت کېږي چې په نيمايي کې پاتې دى.
XS
SM
MD
LG