د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

كرزى او ولسي جرګه موافق دي، چې د انتخاباتي شکایتونوپه كميسيون كې دې دوه بهرنيان پاتې وي


د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له پنځوغړو څخه درې یې هغه بهرنیان وو، چې د ملګروملتونو له خوا غوره کېدل. همدې کمیسیون د ولسمشرۍ د تېرکال انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته وویل، چې د ولسمشرحامدکرزي په ګټه پراخې درغلۍ شوې دي.

ښاغلي کرزي څه موده مخکې ویلي و، چې د را روانو پارلماني انتخاباتو له پیل مخکې به د دې کمیسیون له ترکیب څخه بهرنيان وباسي او غړي به یې ټول افغانان وي، خو ملګرو ملتونو پردې خبره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې که ټول نه وي لږ تر لږه ځینې غړي خو یې باید بهرنیان وي.

په هغه خبرپاڼه کې چې پرون د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوه د ولسمشر ویاند ویلي، چې ښاغلي کرزي منلې ده چې د دې کمیسیون دوه غړي د ملګرو ملتونو په خوښه وټاکل شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي شورا ځینو وکیلانو او د بېلابېلو قومونو استازو هم د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو له غړیتوب سره موافقه کړې ده.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په دې اړه په راپور کې ليکي چې ان د نړېوالې ټولنې د دوو استازو له غړیتوب سره سره به دا کمیسیون لا هم داسې یو کمیسیون وي چې ډېره برخه غړي به یې افغانان وي.

اژانس له ولسمشر سره په غونډه کې د ځینو ګډونوالو له قوله لیکي چې وايي، د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې به د کابل پوهنتون یو استاد، د پارلمان یو استازی، د سترې محکمې له خوا یو ورپيژندل شوی استازی او دوه بهرنیان غړيتوب ولري.

په ولسي جرګه کې د بامیانو استازې محمداکبري او د ولسي جرګې ځینو نورو غړو چې له افغان ولسمشر سره په غونډه کې حاضر وو، اسوشېټېدپریس ته ویلي دي، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ترکیب په اړه موافقه وروستۍ ده. خو د ولسمشر د ویاند وحیدعمر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د کمیسیون د ترکیب جزییات به د شنبې له ورځې مخکې خپاره نه شي.

اژانس وړاندې لیکي، چې د ملګرو ملتونو یوه ویاند ډان مک نورتون د کمیسیون د نوي ترکیب په اړه له تبصرې ډډه وکړه، ویې ویل چې تر هغه وخته چې د کمیسیون د غړو فهرست په رسمي ډول اعلان نه شي، په دې اړه څه نه شي ویلای.
XS
SM
MD
LG