د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۹

لي: د ښاغلي كرزې وروستۍ وينا د دواړو هېوادو په اړيكو منفي اغيز نه شي كولای


د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاكوب لي

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له افغانستان څخه د خپلي ليدني په وروستيو كي وويل چې له افغان چارواكو سره يې د خپل سفر په ترڅ كې په بيلا بيلو موضوګانې بحث كړي او دا بحثونه يې مهم و ارزول. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د پنجشنبي پر ورځ په كابل كې په يو خبري كنفرانس كې د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وكړ.

يو لوړ پوړى امريكايي چارواكی، چې په دې وروستيو كې كابل ته راغلي وايي، د خپل سفر په ترڅ كې يې د افغان جمهور رييس پر ګډون د كابينې له يوشمير غړو سره هم ليدنه كړې او په بيلابيلو موضوعاتو يې خبري كړي دي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاكوب لي يو دغه څرګندونې د پنجشنبي پر ورځ له غرمې وروسته په كابل كې د امريكا متحده ايالتونو له سفير سره په يوه ګډه خبري غونډه كې وكړې.

ښاغلي لي يو د افغان ولسمشر وروستيو څرګندو ته په اشارې، چې په لويديځ يې انتقادونه كړي وو وويل، د ښاغلي كرزې دا وينا د امريكا او افغانستان په اړيكو منفي اغيز نه شي كولای.

د نوموړي پر وينا ځكه، چې كله نا كله د دوستان تر منځ په ځينو مسايلو نا خوښي راځي.

"ما له ښاغلي كرزې سره ډير مهم ملاقات وكړ او له نوموړي سره واشنګتن ته د سفر په اړه هم وغږيدم او د كابل د كنفرانس په اړه مو هم خبري وكړي.

كله كله داسې پيښيږي چې دوستان يا همكاران په ځينو مسايلو باندې موافقت او كله مخالفت وكړي."

مخكې له دې د دامريكا د بهرنيو او دفاع وزيرانو هم ويلي وو، چې ولسمشر كرزى ښه رول لوبوي او له ده سره يې ورځيني چاري ښې پر مخ روانې دي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل، چې په افغانستان كې د امريكا د ملكي او نظامي حضور د پلانونه د ارزونې په غونډه كې هم ګډون كړي وو.

لي يو له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو پر دوام د ټينګار ترڅنګ وويل، چې امريكا په پام كې لري وروسته له دې خپلې مرستې د افغان دولت د بوديجې له لارې ولګوي.

د لي يو په خبره په دې اړه يې له افغان چارواكو سره هم خبرې كړي، چې څنګه وكړاي شي د افغان دولتي ادارو ظرفيت لوړ كړي، ترڅو د حساب وركولو توان ومومي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، د خپل سفر په ترڅ كې د هلمند مارجې ولسوالۍ او د هرات ولايت ته هم تلی دی.

په دې غونډه كې په كابل كې د امريكا متحدا ايا لتونو سفير كارل ايكنبيري وويل، چې هېواد يې په افغانستان كې له را روانو پارلماني ټاكنو ملاتړ كوي او چمتو دی، چې د افغانستان له ټا كنو سره مرسته وكړي.

"امريكا د خپلو نورو نړيوالو ملاتړو په شان په افغانستان كې د پارلماني انتخاباتو ملاتړ كوي.

موږ په هغه وخت كې له ټاكنو سره مرستې كولای شو، چې د انتخاباتو په كومه برخه كې مرستې ته اړتيا ده لومړي هغه اړتيا بايد په نښه شي."

په دې وروستيو كې دا څوم امريكايي چارواكی دی، چې افغانستان څخه ليدنه كوي.

وروسته له هغې چې افغان ولسمشر حامد كرزي لويديځ د افغانستان په ولسمشريزو انتخاباتو درغلیو كې په لاس لرلو تورن كړ، داسې برېښېده، چې له افغانستان سره د لويديځ په ځانګړي توګه د امريكا موقف تغيیر كړى او د دوی تر منځ اړيكې ترينګلې شوي دي.

خو د رپوټونو له مخې د كرزي د دې وينا وروسته امريكايي چارواكو له نرمۍ كار واخيست او اړيكې يې د پخوا په شان دي.
XS
SM
MD
LG