د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۰

ایا د سولې مشورتي جرګه به په هېواد کې سوله راولي؟


په افغانستان كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د چمتوالي د كميسيون چارواكي وايي، چې دغې جرګې ته چمتوالى تقريباً بشپړ شوى دى. ټاكل شوې چې دا جرګه د روان كال د ثور د مياشتې په دولسمه نيټه په كابل كې د لويې جرګې په كيږدۍ كې د درېيو ورځو لپاره جوړه شي.

د روان لمريز كال د ثور په دولسمه نېټه يو ځلې بيا د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د خلكو په سلګونو استازي په كابل كې راټوليږي چې خپل هېواد ته د سولې د راوستلو لارې چارې ولټوي.

د سولې ملي مشورتي جرګې په نوم دغه جرګه په داسې وخت كې جوړيږي، چې په افغانستان كې له شاوخوا نهو كلونو پوځي هلو ځلو وروسته اوس افغان حكومت او نړيواله ټولنه دې نتيجې ته رسيدلي، چې د امن او سولې راوستلو لپاره له وسلوالو مخالفينو سره روغه جوړه او خبرې اترې مهمې دي.

د افغانستان جمهور رييس حامد كرزي خلكو ته په خپلې وروستۍ راډيويي وينا كې د سولې ملي مشورتي جرګې ته په اشارې وويل، جنګ د افغانستان د ستونزې د حل لارنه ده بلكې د دغه هېواد د لا خرابيدو سبب كيږي.

"ما په ډېر غور او دقدت له ديني علماوو، د قوم له سپین ږیرو او د وطن له مشرانو سره له مفصلو مشورو وروسته دا قاطع فیصله وکړه، چې د الله تعالی په مرسته به د جنګ، جنګړو ناورین به د سولې پر تامین ختموو او خپلو خلکو ته به سوله راولو، ځکه جنګ زموږ د وطن د جاري مشکلاتو د حل لاره نه ده، بلکې لا مو خرابوی."

په افغانستان كې د جرګو مخينې ته په كتو سره كه له يوې خوا دغې جرګې ته د خلكو هيلې راټوكيدلې دي، خو له بلې خوا يو لړ انديښنې هم موجودې دي.

ايا دا جرګه به د افغانانو هغه ستونزه چې د كلونو كلونو راهيسې ورسره لاس او ګريوان دي هواره كړاى شي او په هيواد كې به يې د سولې او امن په راوستلو كې مرسته وكړاى شي؟

ځينې كارپوهان په دې باور دي، چې د سولې ملي مشورتي جرګه په دې شرط نتيجه وركولاى شي، چې د خلكو ريښتيني استازي په كې راوبلل شي او د پرېكړې كولو پوره صلاحيت وركړل شي.

د سياسي چارو كارپوه نجيب الله منلى په دې اړه وايي:

"د جرګې تصامیم تل د ټولو لپاره د منلو وړ وي، البته یوه ستونزه شته، چې په دې تېرو څو لسیزو کې، چې د افغانستان په حکومتي دستګاه کې د حکومت چارواکو کله کله د جرګو د رابللو ابتکار په لاس کې نیولی دی، فرمایشي جرګې يې دایرې کړي دي.

سره له دې هم که موږ خپل وروستي تاریخ ته وګورو، دوه ډېرې مهمې جرګې، چې اصطراري لویه جرګه وه او د اساسي قانو جرګه، داسې جرګې وې، چې د افغانستان په تاریخ کې خپل ځای لري."

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تياريو د كميسيون چارواكي وايي، په دې جرګې كې به د افغانستان د خلكو د ديارلسو كټه ګوريو شاوخوا ديارلس سوه كسان برخه واخلي.

دوى وايي، په دې جرګې كې به د ملي شورا ټول غړي، د ښځو، مدني ټولنو، دعلماو، معيوبينو او كډوالو استازي، له هرې ولسوالۍ نه يو قومي مشر، همداراز جګپوړي حكومتي چارواكي برخه واخلي.
د سولې د ملي مشورتي جرګې د چمتوالي د كميسيون ریيس او د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ

دوى وايي، د دې جرګې هدف په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې لپاره د يوه ميكانيزم جوړول دي.

د سولي د ملي مشورتي جرګې د چمتوالي د كميسيون رييس او د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ ولسي جرګې ته په خپلو خبرو كې له دې جرګې نه د افغان دولت د هيلو په اړه وويل:

"له دې جرګې نه دوه مشخصې تمې لرو، لومړى له مخالفينو سره د روغې جوړې لپاره د يوه چوكاټ په اړه مشوره او مفاهمه.

په دې اړه مشوره او مفاهمه چې له چا سره روغه وشي، په څه روغه وشي، چېرته روغه وشي او د چا له خوا وشي. دې ته په لنډو ټكو كې د روغې جوړې چوكاټ وايو.

بله تمه چې د سولې ملي مشورتي جرګې نه يې لرو، هغه د دې روغې جوړې د تطبيق لپاره د يوه ميكانيزم د جوړولو په اړه مشوره او موافقه ده."

د افغانستان د ملي شورا ځينې غړي په دې اړه خوشبين نه ښكاري، چې د سولې ملي مشورتي جرګه دې په افغانستان د سولې راوستلو لپاره يو غوڅ اقدام ثابت شي.

د مشرانو جرګې يو غړى مولوي ارسلا رحماني ازادي راډيو ته وويل، سوله يوه داسې جرګه راوستلاى شي، چې د جګړې دواړه اړخونه په كې ګډون وكړي او يا هم دواړه اړخونه يوه درېيم ګړي ته واك وسپاري، هغه څه چې د ده په وينا په دې جرګې كې نشته:

"دا د فیصلو جرګه نه ده، په دې کې نه د سولې فیصله کیږي او په کې طرفین شته. سوله هغې ته وايي، چې طرفین راشي یا په خپله رضا چا ته اختیار وکړي او یا یو درېیم قوت چې حاکم قوت وي، دوی دواړه مجبور کړي چې د دوی خبره جرګې ته واچوي او فیصله یې وشي، نو دا یوه مشورتي جرګه ده."

خو رحماني د سولې ملي مشورتي جرګه يو مخ بې ګټې نه بولي، هغه وايي، په دې جرګې كې به د افغانانو ملي يووالي تمثيل شي او د خلكو استازي به په افغانستان كې د سولې روانې هلې ځلې تاييد كړي.

د ولسي جرګې يو غړى عطا الله لودين هم رحماني ته ورته نظر لري. هغه وايي دا جرګه د سولې په اړه وروستۍ پريكړه نشي كولاى.

لودين ازادي راډيو ته وويل، دا د نورو هغو جرګو او غونډو لپاره يوه سريزه كيداى شي، چې په هغې كې به د وسلوالو مخالفينو استازي هم برخه ولري:

"فکر نه کوم چې دا یو نهايي فیصلې ته په همدې جرګې کې ورسیږي، اما دا یو بلې جرګې لپاره، له مخالفینو سره مفاهمې لپاره یوه ښه مقدمه کیدای شي، چې په دې کې ولسي جرګه او مشرانو جرګه هم غوښتل شوي دي، نو زه دا یو نیک تفاول ګڼم او هیله مند یم، چې په دغه جلسه کې د افغانستان د سیاست لپاره اساسي خطوط تعیین شي او هغه بیا ولسي جرګې ته راوړل شي، چې د دوی د تایید او تصویب مورد وګرځي."

ځينې وكيلان او كارپوهان د سولي د ملي مشورتي جرګې د برياليتوب په اړه د يوې بلې زاويې نه هم شك څرګندوي.

دوى وايي كه د سولې ملي مشورتي جرګه په افغانستان كې د سولې او امن په برخه كې يوه برخليك ټاكوونكې پريكړه وكړي، ايا نړيواله ټولنه به د هغې منلو ته چمتو وي.

د ولسي جرګې يو غړى قاسمي وايي، فرض كړه دا جرګه ووايي، چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر نه نيولې بيا تر يوه عادي طالبه پورې دې له ټولو سره خبرې وشي.

ايا دا پريكړه به نړيوالې ټولنې ته چې ملا محمد عمر او يو شمير نور جګپوړي طالبان يې په تور ليست كې دي، د منلو وړ وي.

د سياسي چارو كارپوه او د ليبرال ګوند مشر اجمل سهيل هم همداسې يوې ستونزې ته اشاره كوي او وايي، كه دا جرګه پريكړه وكړي چې بهرني ځواكونه دې له هيواده ووځي ايا افغان دولت او نړيواله ټولنه د داسې يوې پريكړې عملي كولو ته چمتو ده.

سهيل همداراز وايي، د بهرنيو هيوادونو سياستونه هم د دې جرګې د پريكړو د عملي كيدو مخه نيولاى شي:

"یوه عمده ستونزه چې د دې جرګې په وړاندې ده، هغه د نړیوالو ټولنو سیاستونه دي، کیدای شي دا په خپله یو خنډ وګرځي، ځکه چې تراوسه نړېواله ټوله مخصوصاً متحده ایالات لا دې ته اماده نه دي، چې په افغانستان کې مذاکرات او مفاهمات ترسره شي.

تاسو به د رابرټ کېټس خبرې اورېدلي وي، چې هغه وايي لاتراوسه پورې ډېر وخت دی، حتی له حکمتیار سره، چې هغه له طالبانو څخه ډېر توپیر او هغه په خپله دا وړاندیز کړی چې راشي د افغانستان دولت سره مذاکرات وکړي."

خو افغان چارواكي په دې باور دي، چې نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د سولې له روان بهير نه پوره ملاتړ څرګند كړى دى.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د چمتوالي د كميسيون ریيس او د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ وايي، د دې جرګې پريكړې به هغه نړيوال كنفران ته وړاندې شي چې څه موده وروسته په كابل كې جوړيږي:

"د سولې د ملي مشورتي جرګې نتایج به د کابل د کنفرانس مهمه اجنډا وي، یعنې د کابل کنفرانس چې د لندن د کنفرانس دوام دی، د سولې طرحه نړیوالو ته وړاندې کیږي او په اړه به یې د نړېوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه شي."
په افغانستان كې له كلونو كلونو جګړو او وينې توييدنې وروسته اكثره افغاني كړۍ دې نتيجې ته رسيدلي دي، چې د هيواد د ستونزې حل يې د جګړې له لارې ناشونى دى.

په دې وروستيو كې حزب اسلامي چې په افغانستان كې دويمه وسلوال ډله بلل كيږي، له افغان دولت سره مخامخ د رسمي خبرو اترو لړى پيل كړه.

خو يو شمير كارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان كې د سولې راوستلو لپاره د نړيوالې ټولنې همداراز د ګاونډيو هيوادونو رول هم مهم دى او د دوى د ملاتړ د راخپلولو لپاره هم بايد په لويه كچه د خبرو اترو لړى ته زور وركړل شي.
XS
SM
MD
LG