د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

په ننګرهار کې دوه روغتيايي پروژې پرانستل شوې


د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې په ننګرهار کې ٢ بشپړې شوې روغتيايي پروژې پرانستې او د يوې بلې د بنسټ تېږه يې دپنجشبې په ورځ کېښوده. د افغانستان د روغتيا سرپرستې وزيرې ډاکټرې ثريا دليل د ننګرهار د کډوالو په شېخ مصري کېمپ کې يو(١٠) بستريز روغتون او د چمتلې د کډوالو په ښارګوټي کې د يوه معالجوي کلينک پرانسته وکړه.

د ننګرهار د روغتيا رييس ډاکټر اجمل د دغه پروژې د تشريح په وخت وويل:

"زه ننګرهاريانو ته زېرى ورکومه چې د دغو دوه وو روغتيايي روغتونو چې نن يې پرانسته وشوه ترڅنګ به يې د کامې ولسوالۍ په روغتون کې يو بل کلينک هم جوړ شي له دې سره به دسيمې د خلکو روغتيايي ستونزې حل شي."

نوموړي وويل، د پاکستان هېواد په مرسته د پښتورګو د روغتون کار پاى ته نژدې دی؛ خو د ډاکټرانو او وسايلو په برخه کې ستونزې هم شته، ننګرهار والي ګل اغاشېرزي وويل: د دغه روغتون د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شوى ده وويل:

" زه به په دغې برخه کې پوره همکاري کوم، هغه سيمې چې اوسېدونکي يې له روغتيايي ستونزو سره مخ دي ډېر ژر به يې دغه ستونزې حل شي."

د ننګرهار د ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر خوشال تسل وويل، روغتيايي خدمتونو د کيفيت جوړول ضروري وي نسبت دې ته چې دا ودانۍ جوړې شي.

په دې اړه د عامې روغتياسرپرستې وزيرې وويل، د پرمختللو روغتيايي معايناتو لپاره د افغانستان په کومه سيمه کې د شخصي مرکز د جوړولو په نظر کې ده او د درملو کيفيت د کتنې لپاره ورسره خصوصي سکتور د تورخم په پوله کې ديوه مرکز دجوړونې ژمنه وکړې ده.
XS
SM
MD
LG