د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

کابل ښار کې څه کم ۷زره متره څلور کانالونه جوړیږي


كابل ښاروال محمد يونس نو انديش
كابل ښاروال محمد يونس نو انديش

كابل ښاروالۍ وايي، چې د څلور كانالونو په جوړونې او رغولو سره به د ښار په لارو او واټونو كې د ولاړو اوبو په برخه كې د كابل ښاريانو ستونزه تر ډيره هواره شي. په كابل كې د دغو څلور كانالونو د جوړونې او رغونې كار د پنجشنبې په ورځ د خوراكي موادو كمښت ته د ځواب وركونې د پروګرام تر نامه لاندې پيل شو.

كابل ښاروال محمد يونس نو انديش غونډې ته په وينا كې وويل، چې د دغې پروژې په پيلېدلو سره به په زرګونه كسانو ته د كاركونې اسانتيا هم براپره شي.

"بل هغه څه چې په دغه پروګرام كې ډير د پام وړ دى، هغه دا چې د ۶۷۳۰ مټره كانال د جوړيدلو او رغولو سربېره له ۱۷ زرو څخه زياتو اوزګارو كسانو ته د كاركولو اسانتيا هم پيدا كيږي او په دغه پروژه كې د كار په وړاندې تنخوا اخلي او خپلې كورنۍ چلوي."

د دغې پروژې مالي ملاتړ كوونكې د امريكا د متحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره ده، چې د كابل ښاروالۍ په همكارۍ د پاملرنې موسسې له خوا پلې كيږي.

په كابل كې د امريكا د متحده ايالاتو سفير كارل ايكنبيرې، چې د دغې پروژې په پرانيستونكې غونډه يې كې ګډون كړى وويل، دوى لېواله دي، چې د كابل د رغونې لپاره په نورو پروژو كې هم برخه واخلي:

"هغه ګډه همكاري، چې د كابل ښاروالۍ، نورو ادارو او د امريكا د متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې تر منځ موجوده ده، په كابل كې مثبت بدلونونه راولي. هيله من يم چې په راتلونكي كې هم په دا شان پروژو كې همكار اووسو."

كابل ښاريان هم د كابل ښار په لارو او واتونو كې د ولاړو اوبو او ډنډونو د ستونزې د هواري په برخه كې د دغه اقدام هركلى كوي وايي، چې په كار ده په ټول هېواد كې د رغونې او جوړونې دا شان بنسټيز پروګرامونه پلي شي.

د كابل ښار لارې او واټونه، چې د څو كلنو جګړو له امله په كندو بدلې شوې دي او يا يې هم د رغونې كار په نيمه كې پاتې دى په ورښتونو كې د ولاړو اوبو په ډنډونو بدليږي، چې ګڼ شمېر كابل ښاريان له بيلابيلو په ځانګړې ډول ترانسپورتي ستونزو سره مخ كوي.

كابل ښاريان وايي، چې په كار ده دولت او نړيواله ټولنه د كابل د كنډوالو او ورانو شويو بنسټيزو سيستمونو رغونې ته جدي پام واړوي او په واقعي ډول د پايتخت بڼه وركړي.
XS
SM
MD
LG