د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۲

د کونړ له کوړنګل درې څخه امريکايان وځي


د ناټو پوځيان د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ له کوړنګل سرحدي سيمې څخه په وتو دي، دغه سيمه د سخت دريځو وسلوالو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د جګړې تود ډګر و. مخکې په دې سيمه کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندانو د پوځي عملياتو وړانديز کړى و.

د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، ”پوښتنه د کوړنګل په اړه ده، دلته به څومره جګړه مار پاتې وي، ايا دوى به د جګړې لپاره ميدان ته راووځي؟ زه ورته ځواب نه شم ويلاى، خو فکر کوم، د پوځي عملياتو په نتيجه کې تاسې خپل مخالفين ډېر وي.“

تر دې مخکې امريکايي قوماندانانو ټينګار کاوه، چې په دې دره کې دې د عسکرو شمېر زيات شي، چې په سيمه کې وسلوال وځپي.

پرون په دې اړه ناټو ځواکونو يوه اعلاميه هم خپره کړه، چې په کې راغلي، ناټو له کوړنګل سيمې څخه له مارچ مياشتې راهيسې وتل پيل کړي، خو د ضرورت په وخت کې به دوى بيا هم په سيمه کې بحران ته ځواب ووايي.

د امريکايي پوځيانو يوه قوماندان، ډګروال راندي جورج وويل، دغه سيمه په عملياتي لحاظ ډېره مهمه وه، خو د نوې سټراتيژۍ له مخې موږ زيات تمرکز پر هغو هڅو کوو، چې عام خلک يې غواړي.

رويټرز اژانس په دې اړه زياتوي، امريکايي پوځيان د افغانستان په ختيځ کې له هغې سيمې تر شا کېږي، چې هڅه کېده وسلوال ورڅخه وباسي، دلته سيمې د وسلوالو په کنټرول کې دي، خو زيات تلفات د دې سبب شول چې دغه بهرني ځواکونه له سيمې ووځي.

د تېر ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان پولې ته نژدې د وسلوالو طالبانو په بريد کې اته امريکايان ووژل شول.

که امريکايي پوځيانو د کونړ ولايت له کوړنګل ولسوالۍ څخه د وتو په حال کې دي، ډنمارک غواړي د خپلې يوې نوې ستراتيژۍ پر اساس، په افغانستان کې راروان ميلادي کال د خپلو عسکرو شمېر کم کړي، د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت دا خبره پرون وکړه.

د ډنمارکي پوځيانو لپاره دغه نوې ستراتيژي په روان کال کې ومنل شوه، چې له مخې به يې دغه ځواکونه په افغانستان کې اکثره د افغان ځواکونو د تقويې او روزنې په برخه کې رول لوبوي، په پوځي برخه کې به ډېره ونډه نه لري، بلکې په ملکي برخو کې به خپلې هڅې زياتوي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، ٧٥٠ ډنمارکي عسکر په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يا ايساف په چوکاټ کې پوځي ماموريت لري او اکثره يې په هلمند کې دېره دي، چې بريتانوي پوځيان يې مشري کوي.

تر دې وروسته به ډنمارک زيات تمرکز د افغان ځواکونو پر روزنې کوي.

د ډنمارک د بهرنيو چارو وزيرې ليني اسپرسن په کوپنهاګن کې يوې غونډې ته وويل، دا به تر وخت مخکې وي که د ډنمارکي پوځيانو د وتلو لپاره کومه نېټه وټاکل شي، خو دا به په هلمند کې د وضعې په پرمختګ او د امنيتي پلان په تطبيق پورې اړه ولري.

د نوموړې په وينا ډنمارکي ځواکونه به تر ضرورت زيات په افغانستان کې حضور ونه لري، خو تر هغو به دوى له دې هېواده ونه وځي، چې ملکي افغانانو ته د خوندي ژوند او امن اسانتيا برابره شوې نه وي.

له ٢٠٠١م کال راهيسې چې نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پيل کړى، نهه ويشت ډنمارکي پوځيان په افغانستان کې وژل شوي.
XS
SM
MD
LG