د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۰

محمدرفیق شهیر: افغان حکومت نه غواړي چې د افغانانو په اعدام ایران خوابدی کړي


Iran - An execution by hanging in Darzin, eastern Iran, 08Aug2006
د افغانستان د مشرانو جرګې په خپله پرونۍ عمومي غونډه کې په ايران كې د افغان زندانيانو اعدام په كلكه وغانده او ويې ويل چې دا د افغانستان او ايران د حكومتونو د پرېكړې پر خلاف كار دى.

په ولسي جرګه كې د هرات ولايت استازي وايي، چې له ايران څخه هرات ولايت ته د پنځه څلويښتو هغو افغانانو مړي انتقال شوي چې د ايران حكومت اعدام كړي دي.

د مشرانو جرګې د شكايتونو د كمېسيون مشر ډاكتر زلمى زابلى وايي چې مشرانو جرګې د افغانستان د بهرنيوچارووزير خپلې راتلونكې غونډې ته راغوښتى څو په ايران كې د افغان زندانيانو او په اعدام محكومو شویو كسانو په برخه کې یې له خپلو اقداماتو خبره كړي.
خو افغان چارواکي وايي چې د اعدام شویو کسانو شمېر هومره نه دی چې په راپورونو کې ویل کېږي.
په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره احمدتکل د هرات د متخصصانو د شورا له رییس محمدرفیق شهیر سره مرکه کړې ده:
XS
SM
MD
LG