د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

افغان المپيك:د ځواكمنو سپورټي لوبغاړو لپاره يوفدراسيون جوړوو


د افغانستان د المپيك ملي كمېټه وايي، غواړي چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه ځواكمن ورزشكاران راټول او د دوى فعاليتونه په يوه فدراسيون كې تنظيم كړي.

د المپيك د ملي كمېټې چارواكو د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د شپيتو ځواكمنو ورزشكارانو د ستاينې په غونډه كې خبريالانو ته وويل، چې دوى د څوارلسو ولايتونو ځواكمن ورزشكاران راټول كړي.

د المپيك د ملي كمېټې مرستيال جنرال جان علم وايي، دوى هڅه كوي، چې په څلورديرشو ولايتونو كې ځواكمن ورزشكاران سره منظم كړي او بهرنيو هېوادونو ته يې د سياليو لپاره وليږي.

د افغانستان د المپيك ملي كمېټې چارواكي وايي چې په هېواد كې خورا ډېر ځواكمن ورزشكاران شته، چې اوس په غيرمنظم ډول فعاليتونه
كوي.

په افغانستان كې ځواكمنو ورزشكارانو په انفرادي ډول د الوتكو، تراكټورونواو موټرونو د راښكلو او يا هم په خپل وجود باندې د درنو موتړو د تېرولو نندارې وړاندې كړي، خو د چارواكو په وينا د دوې فعاليتونه غيرمنظم وو.

خو ځواكمن ورزشكاران وايي، چې د المپيك ملې كمېټې دوى ته هيڅ پام نه دى كړى او اوس په كار ده، چې د دوى سپورټ ته وده وركړي.

د افغانستان د المپيك ملي كمېټه وايي، د لومړي ځل لپاره يې داسې هڅې پيل كړي چې، د ځواكمنو ورزشكارانو لپاره يو فدراسيون جوړ كړي او دغه سپورټ ته په ملي كچه وده وركړي.

دوى وايي، چې د دغه فدراسيون تر جوړېدو وروسته به د افغانستان ځواكمن لوبغاړي نړېوالو سياليو ته وليږي.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG