د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۵

په كابل كې څو ميلمستونونه د بداخلاقۍ له امله تړل شوي


د كابل زون د جنايي تحقيقاتو رييس جنرال عبدالغفارسيد زاده

امنيتي چارواكي وايي، چې په كابل ښاركې يې څلور ميلمستونونه چې فحشا او غيراخلاقي اعمال په كې ترسره كېدل تړلي او يو شمېر بهرنيان يې هم په كې نيولي دي.

د كابل زون د جنايي تحقيقاتو رييس جنرال عبدالغفارسيد زاده د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې نيول شوي بهرنيان ښځې دي او په دغو ميلمستونونو كې يې غيراخلاقي اعمال ترسره كول.

جنرال سيدزاده څرګنده كړه، چې دغه ميلمستونونه د كابل ښار په وزيراكبرخان سيمه كې تړل شوي دي:

"له د غو مركزونو څخه د ميلمستونونو په نوم د اخلاقي فساد د خپرېدو لپاره استفاده كيږي، په دغو مركزونو كې الكولي مشروبات په پراخه سطح پلورل كيږي او د جمعې په شپو په كې نڅا كيږي.


موږ اوه تنه بهرنۍ ښځې ونيولې، چې د تاجكستان، بوسينا او قرغزستان اتباع دي."

د كابل امنيتي مسوولان وايي، چې په كابل ښاركې د اخلاقي فساد او فحشا د مخنيوي لپاره دوى خپلې هڅې ګړندۍ كړي او ټول هغه ميلمستونونه او مركزونه به وتړي، چې د اسلام د دين او د افغانانو د دود دستور خلاف اعمال په كې ترسره كيږي.

د كابل زون د جنايي تحقيقاتو رييس جنرال سيدزاده وويل، داسې ويره وه چې د اخلاقي فساد په دغو مركزونو وسله والو مخالفينو حملې كړې وې:

"كوم اطلاعات چې موږ درلودل دلته د اخلاقي فساد او د الكولي مشروباتو د خپرېدو تبليغات كېدل په داسې حال كې چې دا يوه اسلامي ټولنه ده.

ډيرخطرموجود وو، چې په دغو مركزونو باندې ځان وژونكې حملې وشي دغه راز په غيراخلاقي فساد د نورو ځوانانو د ككړتيا ويره هم شته."

تردې وړاندې هم امنيتي ځواكونو په كابل ښاركې په ورته توګه د ميلمستونونو په نوم د فحشا اواخلاقي فساد يوشمېر مركزونه چې چينايي ښځو په كې غيراخلاقي اعمال ترسره كول تړلي وو او نيول شوې چينايي ښځې يې له هېواد نه وشړلې.

ويل كيږي، چې په دغومركزونو كې د فحشا ترڅنګ الكولي مشروبات او مخدره مواد هم پلورل كيږي او گڼ شمېر ځوانان په كې په جواري هم بوخت دي.

د پوليسو مسوولان وايي، چې ښايي يو شمېردولتي چارواكي هم ددغو ميلمستونونو د فعاليت ترشاه لاس ولري، خو دوى په دې برخه كې له كوم ځانګړي كس څخه نوم نه اخلي.

د كابل ښار اوسيدونكې د پوليسو له دې اقدام څخه خوښ دي اوغوښتنه كوي چې امنيتي چارواكي بايد د دغه ډول نورو مركزونو او ميلمستونونود تړلو لپاره هم خپلې هلې ځلې زياتې كړي څو له يوه پلوه د اخلاقي فساد او فحشا مخه ونيول شي اوله بلې خوا وسله وال مخالفين د دې مركزونو له موجوديت څخه د خپل تبليغ لپاره ګټه وانه اخلي.
XS
SM
MD
LG