د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۱

د عالمانو شورا مخالفينوسره د پخلاينې په پروسه كې جدي هڅې كوي


د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په افغانستان كې د سولې او پخلاينې هڅوته په اشارې سره وايي، دغه شورا هم ليواله ده چې د مخالفينو سره د پخلاينې په پروسه كې اغيزمن رول ولوبوي.

د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا سرپرست مولوي قيام الدين كشاف دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د عالمانو شورا يوې غونډې ته وكړې.

ښاغلي كشاف وويل، كه چېرې زمينه برابره شي د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا حاضره ده چې د مخالفينو سره د سولې او پخلاينې په برخه كې جدي هڅې وكړي:

"عالمان په دې كې منځګړيتوب نه لري، خو كه په راتلونكي كې دا زمينه برابره شي نو تر ټولو لومړى دا د عالمانو دنده ده،همدا عالمان دي چې دا غږ يې كړى دى، هم دا عالمان دې چې له مخالفينو سره سوله او پخلاينه غواړي.
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا سرپرست مولوي قيام الدين كشاف


څه چې هغوي غواړي موږ به ورته غوږ ونيسو او څه چې موږ يې ويل غواړو هغه به هم ووايو، تر څو يوه پخلاينه رامنځته شي،عالمان په دې خبره ډير ټينګار كوي."

ټاكل شوې ده د سولې ملي مشورتي جرګه د غويي د مياشتې په دولسمه نېټه د درې ورځو لپاره په كابل كې جوړه شي.

د عالمانو د سرتاسري شورا سرپرست د جرګې له ګډونكوونكو څخه وغوښتل، چې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې د ټينګښت لپاره اغيزمنې لارې چارې په ګوته كړي.

نوموړي د عالمانو د سرتاسري شورا په استازيتوب د دغې جرګې له جوړېدلو هركلۍ وكړ.

چارواكي وايي، چې په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګه به په افغانستان كې د شته ستونزو د هواري غوټې پرانيزې .

خو يو شمېرعام وګړي او كارپوهان له نورو وړو جرګو او شورا ګانو له تجربو څخه په ارزونې وايي، چې دا خبره به تر جرګې وروسته روښانه شي.
XS
SM
MD
LG