"زه ډیر خوشاله یم، چې ټول هېوادونه دلته استازیتوب لري او زما له هغې غوښتنې سره سلا کوي، چې کال مخکې ما په پراګ کې اعلان کړې وه چې د څلور کلونو په ترڅ کې دې د نړۍ ټولې هغه اتومي وسلې او وسایل چې خوندي نه دي خوندي شي.
دا له هیلو ډک هدف دی او اسانه هم نه دی. خو د شته تهدید اړتیا او ان د اتومي ترورستي یوې هڅې امکانات موږ اړباسي چې لاس په کار شو. دا هغه هدف دی چې ترلاسه کېدای شي."
د اتومي وسلو د محدودیت هڅې د بارک اوباما ادارې پیل کړې دي او تېره اونۍ هم د امریکا ولسمشر په پراګ کې د روسیې له ولسمشر دیمیتري میدفیدیف سره د ستارت په نوم د اتومي وسلو د کمېدو نوی تړون لاسلیک کړ چې له دې سره به روسیه او امریکا دواړه یو شمېر اتومي وسلې لرې کوي.
د واشنګټن د مشرانو په غونډه کې تمرکز پر دې و چې اتومي وسلې د القاعده شبکې په څېر ترورستي ډلې ترلاسه نه کړي. واشنګتن داسې انګیري چې القاعده له څو کلونو راهیسې دا هڅه کوي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر غونډې ته وویل، که چیرته د اتومي وسلو یوه وړه برخه هم د ترورستانو لاس ته ولویږي نو ستر ناورین به رامنځته کړي:
"اتومي مواد چې په لسګونو هېوادو کې شته، ښایي خرڅې شي، یا غلا شي او په اتومي وسلو بدل شي.
داسې چې د پلاتونیوم یوه وړه برخه، د یوې مڼې په اندازه ښایي په سلګونو زره بې ګناه انسانان ووژني. ترورستي ډلو لکه القاعده هڅې کړې دي چې دا مواد د اتومي وسلو لپاره ترلاسه کړي، که چیرته دوی دا ترلاسه کړي نو پرته له څه شکه چې استعمالې به یې کړي"
د واشنګټن د غونډې برخه والو موافقه وکړه چې له ملګرو ملتو سره او د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ له نړېوالې ادارې سره خپله همکاري زیاته کړي څو په نړۍ کې د اتومي خپل سرې هڅو مخه ونیول شي.