د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۳۹

روسیه:قرغستان به د کورني جګړو په درشل کې دوهم افغانستان شي


د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف

په قرغزستان کې د وروستیو شخړو له امله د مناس په هوایي اډې کې د امریکایي پوځیانو فعالیتونه ټکني شوي دي او روسیې ولسمشر د قرغزستان وضعیت له افغانستان سره پرتله کړی دی.

د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف د قرغزستان پېښو ته اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي، چې دغه هېواد د کورنۍ جګړې په درشل کې دی او ترې دوهم افغانستان جوړیږي.

د قرغزستان پېښې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر عملیاتو ښايي اغیز وکړي. البته د تېرې اونۍ له خونړېو پېښو وروسته امریکايي ځواکونو څرګنده کړه، چې تر اوسه دغو پېښو په افغانستان کې د دوی پر عملیاتو تاثیر نه دی کړی.

تېره اونۍ په قرغزستان کې تر اتیا ډیر کسان ووژل شول او د حکومت پرضد مظاهرو کې په سلګونو نور زخمیان شول.

امریکا په قرغزستان کې د مناس هوایي اډه اجاره کړې ده او له دې اډې افغانستان ته د خپلو پوځیانو او د ناټو د عسکرو لپاره اکمالات کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره په خپلې نوې ستراتیژۍ کې د اضافي عسکرو د استولو پریکړه وکړه. ټاکل شوې ده چې دغه پوځیان هم د مناس د هوایي اډې له لارې افغانستان ته انتقال شي. د دغو پوځیانو یوه برخه مخکې لا افغانستان ته رسیدلې ده خو نور یې په لاره دي.

په منځنۍ اسیا او سیمه کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرویس پرون په امریکا کې خبریالانو ته وویل،افغانستان ته د
امریکا د اضافي پوځیانو په استونه کې د قرغزستان شخړو ستونزه نه ده پیدا کړې.




جنرال ډیویډ پیترویس وویل، نژدې څوارلس زره عسکر د قرغزستان په مناس هوای اډې کې دي. دا د هغو دیرش زره پوځیانو یوه ډله ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما یې افغانستان ته روان کال د استولو ژمنه کړې ده.

تیره اونۍ وروسته تر دې چې په قرغزستان کې د حکومت پرضد د اپوزسیون ډلو پاڅون وکړ او لږ تر لږه اتیا تنه ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول د مناس له هوایي ډګره افغانستان ته د عسکرو استول ودریدل.

د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف چې په واشنګتن کې یې پرون د اتومي وسلو د خپراوي د مخنوي د مشرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه خبریالانو ته وویل، موږ باید له قرغزستان سره مرسته وکړو چې ستونزې یې په سوله ایز ډول هوارې شي، کنه دا هېواد به په بل افغانستان بدل شي.

په قرغزستان کې واکمنې ادارې پرون ولسمشر کورمانبیک باکییف ته خبرداری ورکړ که چیرته استعفی ور نه کړي، وبه نیول شي. باکییف له دې خبرداري وروسته د قرغزستان په جنوب کې د جلال اباد په نوم ښار کې وویل:

"په کومو شرایطو چې زه استعفی ته تیار یم هغه دا دی که چیرته اپوزسیون د قرغزستان خلکو ته ضمانت ورکوي چې وسله وال فعالیتونه به بندوي، له چور تالانه به لاس اخلي، ګرځولې شتمنۍ به بیرته سپاري او زما او زما د کورنۍ د سر ضمانت راکوي نو بیا استفعی ته چمتو یم"

د قرغزستان د مناس له هوایي ډګره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو لپاره اکمالات کیږي. د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس هم ویلې دي چې د قرغزستان پیښو په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر عملیاتو تر اوسه تاثیر نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG