د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

امریکا په افغانستان کې د ملکي تلفاتوپه اړه څيړنې کوي


د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس
د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس

د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبله مساله خورا مهمه یاد کړه او ژمنه یې وکړه، چې د دغو پېښو جدي تحقیقات به کیږي. د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس پیرو ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، امریکا په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې مسالې ته ډیره جدي ده.

د رابرټ ګیټس په وینا په دې برخه کې هره قضیه باید وڅیړل شي او هغه هم د دې لپاره نه چې ځواب ورته وویل شي، بلکه د دې لپاره چې په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ډیر ځلې داسې شوې دي چې ملکیان ووژل شي چې دې مسالې د افغانستان د حکومت او د هغه د لویدیځو متحدانو تر منځ واټن پیدا کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر دې مسالې ته اشاره وکړه او ویې ویل، کله چې ملکيانو ته تلفات واوړي یا طالبان د هغوی پر کورنو یرغل کوي، نو دا د تاسف خبره ده. خو رابرټ ګیټس زیاته کړه چې واقعیت باید ومنو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې ده چې د دې پېښې تحقیقات به کیږي.


موږ په جګړه کې یوو. د امریکا دفاع وزیر بیا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کرېسټل خبرې اقتباس کړې چې وایي، هیڅ څوک په جګړې کې تر دې ډیره هڅه د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنوي په برخه کې نه شي کولای.

د امریکا دفاع وزیر د خپلو څرګندونو په دوام وویل، مک کرېسټل په دې پوهیږي چې ملکي تلفات په افغانستان کې د دوی د هڅو مخه نیسي.

رابرټ ګیټس د ملکي تلفاتو په اړه وروسته تر دې پیرو ته د سفر پر مهال څرګندونې وکړې چې یوه ورځ مخکې تر دې د دوشنبې په ورځ په کندهار کې د مساپرو پر یوه بس نړېوالو ځواکونو ډزې وکړې. له دې پېښې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري ازادۍ راډیو ته د وویل:

"د کندهار په سنځري سیمه کې نړېوالو پوځیانو پر بس ډزې کړې دي چې دې ډزو له امله متاسفانه زموږ څلور ملکیان وژل شوي او اتلس نور ټپیان شوې دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې ده چې د دې پېښې تحقیقات به کیږي. په کندهار کې پرون خلکو د حکومت او حامد کرزي پرضد شعارونه ورکړل او پر ملکیانو یې د نړېوالو ځواکونو له لورې کړې ډزې وغندلې.
XS
SM
MD
LG