د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۳

د لغمان په الينګار کې د هيروينو کارخانه ويجاړه شوه


د لغمان امنيتي موظفينو د سې شنبې په ورځ په الينګار ولسوالۍ کې د هيروينو د توليد يوه فابريکه ويجاړه کړه، لوښي او وسايل يې ضبط کړي دي او په تور يې ٢تنه نيولي دي. د لغمان امنيه قوماندان عبدالکريم عمريار وويل: د هيروينو د توليد د فابريکې خاوند د ښځينه و په برقه کې په تېښته بريالى شوى دى.

عمريار وويل: د کشفي رپورټونو په اساس د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په سنګره کې د هيروينو د توليد کارخانه جوړه شوې او فعاليت يې کاوه، زموږ د الينګار ولسوالۍ او د مخدره موادو ضد پوليسو پرې عمليات ترسره کړل، د غېرت په نامه د کارخانې خاوند موجودو، چې پوليسو کارخانه کلابنده کړه د موظف څارنوال په وړاندې پلټنه پيل شوه، خو په دې دوران کې د کارخانې خاوند غيرت د ښځينه و په جامو کې وتښتېد، په تورمو د غېرت يو ورور او يو کاريګر ونيول.

لغمان امنيه قوماندان وويل: د کارخانې لوازم، تازه او وچ اپين، د اپينو خټه او ځينې نورد پوليسو لاسته لوېدلي اود لغمان قوماندانۍ ته مودادى را وړي دي.

لغمان امنيه قوماندان د نيول شويو، هيروينو اندازه ونه ښوده، خو وې ويل د٤٠يا ٦٠ کيلو په شاوخواکې کېمياوي مواد يې نيولي، قوماندان وويل: دوى يې د پېژندنې پوره امکانات نه لري اوتخنيکي مسوولين به يې سره جلا کړي.

د هيروينو د توليد کارخانې اکثر په سرحدي سيمو کې موجودې وې، خو د دغه کارخانې په کشف پته ولګيده چې ښايي په دغه ولايت کې نورې داډول کارخانې هم وي.

د لغمان امنيه قوماندان په دې اړه وويل: ځينې راپورونه لرو چې زموږ تر کار لاندې دي، اوس مو دا کار خانه ومونده او وروسته به د نورو په اړه معلومات خپاره کړو.
XS
SM
MD
LG