د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۷

ګيټس:كرزۍ په افغانستان كې يو ګټور رول لوبوي


كرزى او د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس

کرسټین ساینس مونیټور ورځپاڼه وايي، د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس له سي، بي، ایس تلویزون سره په خبرو کې وویل حامد کرزۍ په افغانستان کې یو ګټور رول لوبوي او له نوموړي سره ورځنی کاري اړیکې په منظم ډول پر مخ ځي.د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن هم سي، بي، ایس تلویزون ته وویل:

چې هغه له ښاغلي کرزي سره هم نظره ده ځکه چې د میرمن کلینټن په وینا افغان ولسمشر هر ورځ او هره شیبه تر یوه خارق العاده فشار لاندې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په دې لړ کې د خپل خاوند بیل کلینټن د ولسمشرۍ دورې ته اشاره وکړه، چې د نوموړې په وینا په سپینه ماڼۍ کې له څومرو مهمواو جدي سیاسي مسلو سره مخامخ ووه.

ورځپانه وړاندې لیکي: له دې نه څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر په اړه د امریکايي مقاماتو لهجه بل ډول وه، د امریکا د ملي امنیت سلا کار جیمز جونز له افغانستان څخه له خپل تازه سفر وروسته وویل: حامد کرزۍ باید په دې پوه شي چې د اداري فساد موضوع د امریکا د حکومت لپاره څومره اهمیت لري.

کرستین ساینس مونيټور لیکي: د امریکايي مقاماتو دا او دا شان نورې څرګندونې د دې سبب شوې، چې افغان ولسمشر عکس العمل وښي او په ډاګه لویدیځ تورن کړي چې په افغانستان کې د فساد د پراخوالي مسولیت پر غاړه لري.

د نړېوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی ټوني کورډسمن وايي په لومړي سر کې د امریکايي مقاماتو سختې خبرې پر کرزي یو مناسب فشار وبلل شو، خو په پای کې موضوع د دواړو خواو له کنټرول څخه بهر شوه.

د کورډسمن په وینا اوس دواړو خواو دا درک کړې ده، چې یو بل ته اړتیا لري.

متحده ایالات له یوې مودې راهسیې په افغانستان کې چیرته، چې رشوت ،اختلاس او له پیسو ناوړه ګټه د خلکو د ورځې ژوند برخه ګرځیدلې ده شکایت کوي.

ټوني کورډ سمن زیاتوي: امریکا دغې ستونزې ته په توهین امیزه نظر وکتل او دې ته يې هیڅ پام ونه کړ، چې د افغانستان په شان ټولنو کې یوه اندازه رشوت او فساد د خلکو د ژوند د دوام منبع ده او د متحده ایالاتو هر ډول فشار هغه له مینځه نه شي وړلی.

هغه وايي، موږ به د تروریزم پر وړاندې جګړه کې هیڅکله داسې شریک او متحد پیدا نه کړو چې هغه دې له ټولو اړخونو او د لویدیځ له ټولو معیارونو سره برابر وي.

د نړېوالو ستراتیژیکو اړیکو د مرکز غړی ټوني کورډسمن په پای کې وايي امریکا باید نقشې ته نظر وکړي او دې نتیجې ته ورسیږي چې له داسې متحدانو سره کار کوي چې په ډیرو برخو کې له متحده ایالاتو سره توپیر لري.
XS
SM
MD
LG