د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

امريكا له افغانستان سره دعدلي اوقضاي سيستم په پياوړي كولوكې مرسته وكړه


په كابل كې د امريكا د سفارت چارواكي وايي، چې په لرو پرتو سيمو كې د عدلي او قضايي سيستم د پياوړي كولو لپاره د افغانستان له عدليې وزارت سره د نوېو پروګرامونو په تطبيق كولو كې مرسته كوي.

په پراختيايي او اقتصادي برخو كې د امريكا سفير انتوني وين د سې شنبې په ورځ د افغانستان د عدليې وزارت ته د يو لړ تجهيزاتو د سپارلو په غونډه كې وويل، هېواد يې د تېرو څو كلونو راهيسې د افغانستان له عدلي او قضايي سيستم سره د ظرفتونو د لوړولو او د تجهيزاتو په برابرولو كې مرسته كوي.هغه وويل:

"نننى مرسته له عدليې وزارت سره د اوږد مهالې همكارۍ څرګندويه ده. تر څو له دې وزارت سره په مرستې خلكو ته د عدالت له رسولو نه ملاتړ وكړو. موږ خپلو مرستو ته ادامه وركوو، چې افغانان يوه مناسب او منصفانه عدلي نظام ته لاس رسۍ پيدا كړي."

په پراختيايي او اقتصادي برخو كې د امريكا سفير د اتيا زرو ډالرو په ارزښت يو لړ تجهيزات چې په هغې كې ډيجيټل كامرې، كمبيوټرونه، پرنټرونه او نور وسايل شامل و، د عدليې وزارت ته وسپارل.

د انتوني وين وينا د امريكا متحده ايالات له افغان دولت سره د زندانونو په جوړول، زندانيانو ته د حرفوي زده كړو په وركولو، د كوچينانو د توقيف ځايونو په بيارغونې، او خلكو ته د عامه پوهاوي د رسولو په برخوكې خپلو مرستو ته دوام وركوي.

د يادو شوېو وسايلو د سپارلو په غونډه كې د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب وويل، د افغانستان د عدلي او قضايي سيستم بېلابېلې ستونزې لري چې په هوارولو كې يې د نړېوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري. هغه په ځانګړې توګه په لرو پرتو سيمو كې د دغه سيستم په پياوړي كېدو ټينګار وكړ:

"په دې وخت كې د سيمه اېزو چارواكو روزنه او ښه چلند، پوهنه او مثبت فرهنګ او اسلامي ثليقه مهمه ده.
موږ له نړېوالې ټولنې او په سر كې يې له امريكا نه مننه كوو، چې په دې برخه كې يې له موږ سره همكاري كړې ده، له موږ سره يې د مامورينو په روزنې او د ظرفيتونو په لوړولو كې مرسته كړې."

كه څه هم د تېرو څو كلونو راهيسې د امريكا په ګډون يو شمېرهېوادونه د افغانستان له عدلي اوقضايي سيستم سره مرسته كوي خو تراوسه پورې خلك د دغه سيستم په اړه شكايتونه كوي.

په دې سيستم كې د اداري فساد موجوديت هم يوه لويه ستونزه بلل كيږي، خو افغان چارواكي وايي چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو او د عدلي او قضايي سيستم د پياوړي كولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام وركوي.
XS
SM
MD
LG