د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

مشرانوجرګه:په ايران كې د افغانانواعدام په كلكه غندو


د افغانستان مشرانو جرګې په ايران كې د پنځه څلوېښت تنو افغانانو اعدام په كلكه وغانده. د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې عمومي غونډه په ايران كې د افغان زندانيانو او په اعدام محكومو كسانو لپاره ځانګړې شوې وه.د افغانستان مشرانو جرګې په ايران كې د افغانانو اعدام په كلكه وغانده او ويې ويل چې دا د افغانستان او ايران د حكومتونو د پرېكړې پر خلاف كار دى.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد افغانستان ته په خپل سفركې له افغان چارواكو سره ژمنه كړې وه، چې هڅه به وكړي، څو په ايران كې په اعدام د محكومو شوو افغانانو د اعدام مخه ونيسي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د شكايتونو د كمېسيون مشر ډاكتر زلمى زابلى وايي چې د مشرانو جرګې د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرخپلو راتلوونكو غونډو ته راغوښتى، چې په ايران كې د افغان زندانيانو او په اعدام محكومو شوو كسانو په اړه د خپلو اقداماتو څخه مشرانو جرګه خبره كړي.

په ولسي جرګه كې د هرات ولايت استازى ګل نبي وايي، چې له ايران څخه هرات ولايت ته د پنځه څلويښت هغو افغانانو جسدونه انتقال شوي چې د ايران حكومت اعدام كړي دي.

همدارنګه د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په كابل كې د ايران سفير احضار كړى دى.

بل خوا كه څه هم د بهرنيو چارو وزارت، د ايران د سفير د احضار او د مشرانو جرګې د غوښتنې په اړه له څه ويلو ډډه وكړه .

د وركړل شوو مالوماتو له مخې په ايران كې شا او خوا 5600 تنه افغانان بنديان دي، چې له دې جملې څخه يې 3000 په اعدام محكوم شوي دي.

د افغانستان ملي شورا وايي، كه افغان حكومت په دې اړه جدي هڅي ونه كړي نو امكان لري د ايران حكومت نور افغانان هم اعدام كړي.

معصوم ميوند-كابل
XS
SM
MD
LG