د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۳

عمر:د انتخاباتو د كميسيون او د شكايتونو د كميسيون نوي چارواكي به اعلان شي


د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر

په داسې حال كې، چې د ولسي جرګې له خوا د انتخاباتو د قانون په اړه د ولسمشر حامد كرزي د رد شوي فرمان برخليك نه دى څرګند، افغان حكومت وايي چې د همدغه فرمان له مخې به په څو ورځو كې د انتخاباتو د شكايتونو د كميسيون غړي وټاكل شي او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او د دغه كميسيون د دارالانشا رئيسان به هم اعلان شي.

د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د دغو كسانو د ټاكل كېدو كار بشپړ شوى دى، خو ولسمشر به په دې اړه خپله وروستۍ پريكړه له يو لړمشورو وروسته اعلان كړي.

هغه وويل، د پنجشنبې په ورځ په دې اړه له ولسمشر سره د ملي شورا د دواړو مجلسونو د مشرانو، قاضى القضات، د عدليې وزير او سياسي مشرانو غونډه ده:

"د پنجشنبې په ورځ ولسمشر يوه غونډه راغواړي، چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشران، قاضى القضات، د عدليې وزير او ځينې سياسي او جهادي مشران به په كې برخه ولري.

وروسته له هغې د انتخاباتو د كميسيون او د دغه كميسيون د دارلانشا د رئيسانو په اړه پريكړه اعلان شي.

په دې غوڼده كې د مشورو په اساس به د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون غړي هم په همدې وخت او يا هم يو دوه ورځې وروسته ور وپيژندل شي."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رئيس او د دغه كميسيون د درالانشار رئيس څو ورځې مخكې د هغه څه له امله، چې ځينې كارپوهان يې كورني او بهرني فشارونه بولي، استعفاوې وكړې.

ولسمشر به د خپل نوي فرمان په اساس د انتخاباتو د شكايتونو د پنځه كسيزكميسيون د درېو بهرنيو غړېو پر ځاى افغانان وروپيژني، د دې كميسيون دوه نورغړي د افغانستان د سترې محكمې او د بشرد حقونو د خپلواك كميسيون استازي دي.

د فرمان له مخې ولسمشر بايد دغه درې كسان د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د مشرانو او د قاضي القضات په مشوره وټاكي.

د يوې پوښتنې په ځواب كې چې ايا د ولسي جرګې له ردېدو سره سره به د نوي فرمان له مخې اجرات قانوني حثيت ولري؟

"په هيڅ صورت مشروعيت د اساسي قانون په چوكاټ كې رامنځته كيږي او داساسي قانون په اساس تر څو ولسي جرګه او مشرانو جرګه كوم بل تصميم د رد د قانون په اړوند ونه نيسي نو هغه نافذ وي د اساسي قانون په اساس."

كه څه هم د انتخاباتو د قانون په اړه د ولسمشر نوى فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شوى، خو مشرانو جرګه وايي دغه فرمان ورته د بحث لپاره رسيدلى دى.

د نوي فرمان مخالفين استدلال كوي، چې د دغه فرمان په پلي كېدو سره د انتخاباتو په پروسه كې حكومت ته د لا ډير صلاحيت او لاس وهنې زمينه برابرېداى شي، همدا راز له دغې پروسې نه د بهرنيانو څارنه هم راكميږي.

خو افغان چارواكي استدلال كوي، چې د انتخاباتو د شكايتونو له كميسيون څخه د دې لپاره بهرنيان باستل كيږي، چې د انتخاباتو د پروسو رهبري په خپله افغانان پرغاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG