د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

په كندهاركې د ملكي خلكود وژنې په اړه تحقيقات پيل شوي


په كندهار كې بهرنيو ځواكونو په يو مسافر وړونكي بس ډزې وكړې
په كندهار كې بهرنيو ځواكونو په يو مسافر وړونكي بس ډزې وكړې

د افغانستان په جنوب كې د بهرنيو ځواكونو قومندان وايي، چې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره دوى په پام كې لري، چې خپل ځواكونه د سيمې له حالاتو سره ښه اشنا كړي او هغوى په سمه توګه ورزي.

بريتانوي جنرال كارټر په يو ويډيويي پيغام كې، چې د سې شنبې په ورځ خپور شوې د كندهار په وروستۍ پېښې، چې په ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو په ډزو كې يو شمېرملكي خلك ووژل شول خپله خواشينې ښودلې.

په جنوب كې د بهرنيو ځواكونو قومندان وايي، كه څه هم د پېښې په اړه د ايساف او افغان لوريو له خوا ګډ تحقيقات پيل شوي، خو د ده په وينا د پېښې عوامل تر ډيره روښانه دي.

ده په خپل نيځ د پېښې علت ته په اشارې وويل:

"اوس دا پېښه د ايساف او زيات مهم دا، چې د يو افغان ټيم له خوا په ګډه تر څيړنې لاندې ده او دوى به د دې پېښې ترشا ټول حقايق روښانه كړي.

خو زه فكر كووم، چې دا لا د مخه ډير روښانه ده او هغه دا، چې هغه څه چې ممكن پېښ شوي وي دا دې، چې يو ځوانا سرتېرې، چې فكر كاوه د دښمن له خوا تر حملې لاندې راغلې په دې موټر يې ډزې وكړې او د څلورو ملكي خلكو د وژنې سبب شو."

خو اوس موږ بايد خپل فعاليتونه ښه كړو او بې له شكه خپل ځواكونه بايد ښه وروزو او هغوي په هغو شرايطو پوه كړو، چې تېره شپه پېښ شوي. او موږ به په راتلونكې كې پرې نږدو، چې دا ډول پېښې تكرارې شي.


جنرال كارټر وويل، چې د دوى د تحقيقاتو له بشپړېدو وروسته به دوى د قربانيانو د كورنيو په اړه غور وكړي.

هغه يو ځلي بيا په دې ټينګار وكړ، چې دوى په افغانستان كې د افغانانو د مرستې لپاره راغلي او كله هم، چې دا ډول پېښې منځ ته راځي، چې په كې عامه خلكو ته زيان اوړي نو دوى زيات خواشينې كيږي.

خو د افغانستان مشرانو جرګې بيا په دې پېښې لږ څه تند غبرګون ښودلې او ويلي كه دا ډول تيروتنې پاى ته و نه رسيږي نو ممكن خلك راوپاريږي.

په مشرانو جرګه كې د زابل ولايت استازي ډاكټر زلمي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل، چې مشرانو جرګې په خپله عمومي غونډه كې پريكړه وكړه، چې په افغانستان د بهرنيو ځواكونو قومندان راوبولي او په دې اړه ورسره خبرې وكړي.

د كتونكو په وينا په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له خوا د عامه خلكو وژنه په يوې خورا سختې ستونزې بدله شوې او نه يوازې يې د عامو افغانانو او بهرنيو ترمنځ بلكه د افغان دولت او نړېوالې ټولنې ترمنځ اړيكې يې خړې كړي.

كه څه هم افغان ولسمشر دا مسئله د لندن په غونډه كې پورته كړه او څو څو وارې بهرنيو ځواكونو د دا ډول پېښو د مخنيوي ژمنه وكړه خو بيا هم په وضعه كې كوم مثبت بدلون نه دې راغلې.

د كتونكو په وينا د دې ستونزې د هواري تر ټولو غوره لار داده، چې د كيدونكو پوځي عملياتو مشري افغان ځواكونو ته وسپارلې شي او بهرني ځواكونه له ښارونو په شا شي.
XS
SM
MD
LG