د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۳

جنرال وردك:افغان اوبهرنيوځواكونه بايد سره همغږي شي


د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك

د افغانستان د دفاع وزير وايي، چې په تېرو څوكلونو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ لازمه همغږي نه وه موجوده او په همدې علت د دوى امنيتي فعاليتونه سم اومنظم پرمخ نه دي تللي.

د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك د سې شنبې په ورځ په كابل كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د همغږي د زياتْدو په دوه ورځني سميناركې څرګنده كړه، چې د افغان او بهرنيوځواكونو ترمنځ بايد له پوځي څانګو سربيره په ملكي برخو كې هم لازمه همغږي موجوده وي څو فعاليتونه يې ښه او منظم پرمخ ولاړشي.

ښاغلي وردك وويل، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ بشپړه همغږي اوهمكاري د امنيت په ټينګښت او د تروريزم په وړاندې مبارزه كې رغنده رول لري:

"موږ د همغږو ولايتي او سيمه ايزمركزونه جوړ كړل، خو له بده مرغه دا مركزونه په ځينو سيمو كې داسې نه دي چې يې تمه كيږي او څنګه چې لازمه ده دا مركزونه نه دي فعاله شوي او په كې ډيرې ستونزې شته.
افغان اوبهرني پوځي چارواكي به په دې سميناركې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د همغږي د زياتېدو لپاره خپل نظرونه وړاندې كړي


په ډيرو ځايونو كې دا مركزونه پياوړي كېدو او تنظيمولو ته اړتيا لري او موږ بايد په دې برخه كې ډيرې هڅې وكړو."

د افغان اونړېوالو ځواكونو په فعاليتونو كې د همغږي د زياتولو په دې دوه ورځني سميناركې د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو يو شمېر قومندانانو او چارواكو، د ملي امنيت يوشمېر مسوولينو او په افغانستان كې د ميشتو نړېوالو ځواكونو لسګونو لوړ رتبه پوځي مسوولينو برخه اخيستې ده.

د دفاع وزارت چارواكي وايي، چې په دې دوه ورځني سميناركې به د افغانستان امنيتي وضع، د قانون حاكميت او په دې هېواد كې شوي پرمختګونه هم وڅيړل شي.

خو په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونوعمومي قومندان جنرال سټينلي مك كريسټال وايي، چې په تېرو كلونوكې هم د افغان او نړېوالو ځواكونو ترمنځ همغږي زياته وه او د ملكي تلفاتو كمېدل د دوى ترمنځ د پشپړې همغږۍ د موجوديت ښه بيلكه ده:

"له دې مشاركت اوګډون څخه زموږ هدف دادى، چې افغانان داسې لوري ته روان شي چې د خپل هېواد په دفاع كې مستقلانه برخه واخلي.
موږ د دې هدف د ترلاسه كولو لپاره پريكړه وكړه، چې په ټولو برخو كې خپل نظرونه له افغان امنيتي ځواكونوسره تبادله اوشريك كړو."

د جنرال كرېسټال په خبره هڅه كيږي، چې له دې وروسته د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ همغږي نوره هم زياته شي څود ده په خبره په افغانستان كې د ملكي تلفاتومخه په بشپړه توګه ونيول شي.

د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د همانګۍ د ډيرولو دا ګډ سيمينارپه داسې حال كې جوړشوى، چې د پوځي كارپوهانو په باورافغان او بهرني ځواكونه خپل فعاليتونه په ځانګړي توګه پوځي عمليات په هماهنګۍ پرمخ نه وړي اوهمدا موضوع په ځينو سيمو كې د ملكي تلفاتو لامل ګرځېدلى دى.

خود دفاع وزارت وايي، چې افغان اوبهرني پوځي چارواكي به په دې سميناركې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د همغږي د زياتېدو لپاره خپل نظرونه وړاندې كړي، چې وروسته به دا نظريات او وړانديزونه تنظيم اوعملي شي.
XS
SM
MD
LG