د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۰۴

افغانستان

د تخار په امنيې قومندانۍ راكټي بريد شوې خو زيان نه لري

د تخار ولايت امنيتي چارواكو د طالبانو هاغه ادعا رد كړه، چې ګواكې تېره شپه يې ددې ولايت د چاه اب د ولسوالۍ په امنيې قومندانۍ باندې د يوه بريد په ترڅ كې امنيتي ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د تخار د امنيې قومندان جنرال شير احمد ملداني ازادۍ راډيو ته وويل، چې د امنيې په قومندانۍ باندې يو راكټي بريد ترسره شوې خو هيچاته په كې كوم زيان نه دى اوښتى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۳ زور واوښت

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۵۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه تازه جزئیات ورکړل.

ښاغلي مجروح وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ۱،۰۷۲ تنو سمپلونه اخیستل شوي دي چې په دې کې ۵۸۰ تنه‌یې مثبت تشخیص شوي. زموږ اته تنه هېوادوال وفات شوي له همدې ناروغۍ څخه او ۶۵ تنه بېرته روغ شوي دي. په ټوله کې په افغانستان کې ۱۳ زره او ۲۶ مثبتې پېښې لرو."

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټوله‌ییز ډول په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه ۲۳۵ تنه مړه شوي او ۱،۲۰۹ تنه بېرته روغ شوي دي.

د عامي روغتیا وزارت مسؤلین یو ځل بیا پر افغانانو ټینګار کوي چې که په کور پاتې نه‌شي او د دغه وزارت سپارښتنې جدي ونه‌ګڼي د بشري بحران احتمال شته.

د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته راغلې

طالب پلاوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې، څو د دوی د زندانیانو پر تبادلې کار وکړي.

په دې ډله کې درې تنه شامل دي.

دا خبره د ملي امنیت شورا نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو یوه بله تخنیکي ډله د طالب بندیانو د خوشې کېدو چارو د څارنې لپاره کابل ته تللې وه.

افغان حکومت تر اوسه دوه زره طالب بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له مخې باید افغان حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي وی او بیا د مارچ پر ۱۰مه بین‌الافغاني مذاکرات باید شوي وی، خو لا تر اوسه د بین‌الافغاني مذاکراتو برخلیک معلوم نه‌دی.

چارواکي: طالبانو د غازي‌اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی

ارشیف

کونړ کې چارواکي واييتېره شپه وسله‌والو طالبانو د غازي‌اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی چې په نتیجه کې يې څلور پولیس ټپیان شوي او یو شمېر وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله رسېدلې ده

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلوم‌یار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د دښمن له‌خوا نه په غازي‌اباد ولسوالۍ کې تهاجمي حمله ترسره شوې ده، په مخامخ جګړه کې زموږ څلور پولیس سر سري ټپیان شوي دي. د دښمن حمله په شا تمبول شوې ده، هغوی ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره نه‌شته. تازه دمي ځواکونه هلته رسېدلي دي، اوس حالت ارام دی."

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب‌الله ستانکزي هم ویلي چې په محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښتو کې یو افغان سرتېری او یو طالب وژل شوی دی.

نوموړي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې افغان سرتېري د وسله‌والو طالبانو پر کمین برابر شول.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې تمویلوي

نړیوال بانک

نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې چې د ښاري میثاق پروګرام تر چوګات لاندې وي، تمویلوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د نړیوال بانک له چارواکو سره د وېډ‌يو کنفرانس له لارې په دې اړه خبرې کړې دي.

په دې وېډیو کنفرانس کې همدا شان له بزګرانو سره د کرنيزو محصولاتو د ښه تولید، افغان بزګرو ته د اصلاح شوي تخمونو د وېش او د اوبو لګونې پر معیاري سیستم هم بحث شوی چې د اعلاميې له مخې نړیوال بانګ ورته د ملاتړ لپاره ټټر وهلی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دغه‌شان ویل شوي چې ولسمشر په دې ملي پروژو کې له نړیوال بانک څخه د ځنګلونو جوړولو او ورڅخه د ساتنې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت د سره زرو د قاچاق مخنیوي په هدف تعرفه راکمه کړه

ارشیف

افغان حکومت د سره زرو د قاچاق د مخنیوي په هدف په دې محصول تعرفه راکمه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډ‌يو ته وویل دغه ګام‌یې د سرو زرو د قاچاق د مخنیوي او د دې محصول سوداګرۍ د رسمیت پېژندلو په هدف کړی.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت له دې وروسته په ګمرکونو کې له طلا څخه په کلني ډول ۶۰۰ ډالره تعرفه اخلي.

د ښاغلي مسجدي په وینا اوس‌مهال په بازارونو کې د یو کیلو طلا قیمت له ۲۵ څخه ۱۰ زره ډالرو ته رالوېدلی.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې پخوا د سرو زرو يا طلا ګمرکي تعرفه پرته له مالیې څخه د ۱۶ فیصده نه نیولې تر ۱۸ فیصده پورې وه چې دغې چارې د قاچاق زمینه هم برابره کړې وه.

فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ ټپیان دي

د فاریاب ولایت نقشه

په فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

ښاغلی یورش وایي، وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.

پر بین‌الافغاني خبرو د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو ټینګار

د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو وېډیو کنفرانس

د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو او ازبکستان استازو د بین‌الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل د وېډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې وکړې.

د دې درې اړخیزې غونډې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي، موافقه وشوه چې بین‌الافغاني خبرې ژر پيل شي ترڅو په‌کې پر سرتاسري اوربند او د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې پر یوې سیاسي نقشې بحث وشي.

د غونډې برخه‌والو د اختر د درې ورځني اوربند د ادامې هیله کړې او ټینګار شوی دی چې بیا امنیتي وضعیت تر اوربند مخکې وخت ته ستون نه‌شي.

د کرونا له خپرېدو وروسته د افغانستانه او ایران ترمنځ لومرۍ الوتنه

ارشیف

د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته له افغانستانه لومړۍ الوتکه چې مسافر لېږدوي ایران ته ورسېده.

د ایران ایرنا اژانس په مشهد کې د خراسان رضوي هوایي ډګر د رئیس محمود امینتي باني په وینا خبر ورکړ چې وروسته له نږدې درې میاشتو دا الوتکه چې ۱۴۶ مسافر په‌کې وو د چهارشنبې په ورځ د خراسان رضوي پر هوایي ډګر کېناسته.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره کرونا د هغو کډوالو په منځ کې خپره شوه چې له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي وو.

چارواکي: زابل کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي

ارشیف

د زابل په شاه جوي ولسوالۍ کې سیمه‌ییز چارواکي د ۱۸ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وویل چې د چهارشنبې په ورځ د شاه جوی ولسوالۍ د جعفر او قیوم کلا په سیمو کې هوایي ځواکونو طالبان په نښه کړل.

هغه زیاته کړه: "د وسله‌والو مخالفانو له لوري زموږ پر اکمالاتي کتار برید وشو چې د نظامي شورا د پرېکړې په اساس د ګډو ځواکونو او هوایي ځواکونو په ملتیا پر وسله‌والو بریدونه وشول چې ۱۸ تنه په‌کې ووژل شول."

ښاغلي امیري زیاته کړه چې له بده مرغه په دې نښته کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې په زابل کې حکومتي ځواکونو د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي.

د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې نښتې یو مخ کمې شوې دي او د اوربند پر مهال هم دواړو لورو حکومت او طالبانو ویلي و که مقابل لوری حمله وکړي دوی به ځوابي برید وکړي.

د افغانستان روغتیا وزارت: که احتیاط ونه‌کړئ وضعیت به ډېر خراب شي

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت خلکو ته د کرونا ویروس له امله سخت خبرداری ورکړ، که احتیاط ونه‌کړئ وضعیت به ډېر زیات خراب شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون په کابل کې رسنیو ته وویل: "پخوا به موږ خبرداری ورکاوه چې سېل راروان دی، نن خبرداری ورکوو چې سېل راغلی دی او زموږ یو زیات شمېر وطنوال د کرونا په مصیبت کې د ډوبېدو په حال کې دي."

په افغانستان کې تر اوسه ۱۲،۴۵۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د ښاغلي مجروح په وینا د دغو مثبتو پېښو ۵۰ په سلو کې په تېرو ۱۲ ورځو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه چې په اختر کې ګڼو خلکو روغتیایي لارښوونې مراعات نه‌کړې، نو اوس مجبوره یوو چې په ښارونو کې تر یوې مودې پورې قرنطین عملي کړو.

ښایي دا قرنطین د شنبې له ورځې پلی شي او بیا وروسته له یوې مودې تدریجي لیرې شي.

کرونا ویروس لاتینې امریکا ته مخه کړې

برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ناروغانو قبرونه

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په کمېدو دي او ډېرو هېوادونو په بندیزونو کې نرموالی راوستی دی، خو لاتینې امریکا ته دې ویروس مخه کړې ده.

د دې لویې وچې تر ټولو ګڼ نفوس هېواد برازیل سخت ځپل شوی دی.

په امریکا کې ټولو ایالتونو بندیزونه نرم کړي او په همدې حال کې وروسته له هغه چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې اروپايي هېوادونه د خپلو پولو په پرانیستلو غور کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خطر شته.

په ټوله نړۍ کې تر پنځه نیمو میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شویو شمېر هم ۳۴۶،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

افغان چارواکي د امنیتي ځواکونو لیکو کې د کرونا ویروس خورېدل ردوي

ارشیف، افغان ځانګړي پولیس

د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس د خورېدو راپور رد کړ.

د دغو ځواکونو په یوې ګډه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې راغلي چې د امنیتي او دفاعي سکټور مشرانو هغه راپورونه ارزولي چې وایي د دغو ځواکونو شاوخوا ۵۰ سلنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

اعلامیه زیاتوي ارزونې یې ښیي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا د خورېدو خبرې ناسمې دي او زیاتوي چې په ټولو قرارګاه او عملیاتي جزوتامونو کې جدي او وقایوي تدابیر نیول شوي دي او دوام لري.

ترکمنستان تورغنډۍ او اندخوی کې د کرونا چټکې ازموینې مرکزونه جوړوي

ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص یو مرکز

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف وایي هېواد یې غواړي په تورغنډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې ازموینې دوه مرکزونه جوړ شي.

دا خبره ښاغلي محمدوف له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د دغو دوو مرکزونو په جوړېدو سره به ټولې هغه لارۍ او نورې محمولې چې له تورغنډۍ او اندخوی بندرونو تېرېږي، ضد عفوني شي.

د ارګ اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې د ترکمنستان د ولسمشر د دې طرحې ستاینه‌یې کړې او سپارښتنه‌یې کړې چې دا طرح د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطح تعقیب شي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې همداراز د سیمې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ترانزیټي ستونزو پر هواري خبرې شوې دي.

افغانستان او ترکمنستان دا مهال په خپلو کې مهمې اقتصادي پروژې لري چې یوه بېلګه‌یې د ټاپي یا د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال پروژه ده.

ټرمپ: له افغانستانه سرتېري باسم، خو وضعیت‌یې له نږدې څارم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تر پرونیو څرګندونو وروسته په یوه تازه ټویټ کې یو ځل بیا ویلي چې ځواکونه‌یې له افغانستان څخه باسي، خو نوموړی زیاتوي وضعیت به له نږدې څاري او که اړتیا پېښه شوه د تندر په څېر به برید وکړي چې ساری یې نه‌دی لیدل شوی.

ډونالد ټرمپ په تازه ټویټ کې بیا هم اشاره کړې چې په ا فغانستان کې امریکایي سرتېري د پولیسۍ رول پر مخ وړي. دی وایي تر ۱۹ کلونو وروسته اوس‌یې وخت دی چې افغانان په خلپه د خپل هېواد د پولیسو دنده پر مخ یوسي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ هم په سپینې ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتني په ځواب کې ویلي وو چې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د را ایستلو لپاره‌یې مشخصه نېټه نه‌ده ټاکلې، خو هر څومره ژر چې مناسب وي دا کار کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

داسې ګمان کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول په نومبر میاشت کې تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېره منعکسه کړي.

کابل کې سر له ننه محدودیتونه کمېږي

ارشیف

ټاکل شوې په کابل ښار کې سر له نن چهارشنبې محدودیتونه کم شي.

څو اوونۍ مخکې وروسته له هغه په کابل کې پراخ محدودیت وضع شو چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د محدودیتونو کمی په دې معنی نه‌دی چې خلک روغتیايي مشورې رعایت نه‌کړي.

ښاغلی حیدري زیاتوي: "محدودیتونه اسانه کېږي یعنې موږ هڅه کوو چې بازارونه په ځانګړې توګه د اصنافو بازارونه په بېلابېلو ساعتونو، وختونو او ورځو فعالیت وکړي، خو د قرنطین شرایط مراعت کړي او د عامې روغتیا وزارت پر مشورو عمل وکړي."

د کابل والي په داسې حال کې د محدودیتونو د کمېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۱،۸۰۰ ته رسېدلې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG