د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۵

ايران:ملګري ملتونه بايد د افغانستان اوعراق په برخه كې څيړنې وكړي؟


د ایران ولسمشر

د ایران ولسمشر پرملګرو ملتونو غږ وکړ، چې د افغانستان اوعراق په برخه کې تحقیقات وکړي. د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد هم په افغانستان کې د ناټو د اعمالو په اړه د څيړنوغوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي منشي غږ کړې چې په افغانستان او عراق دواړو کې د غربي پوځي فعالیتونو د اهدافو په اړه خپلواک تحقیقات وشي.

دا خبرې په داسې وخت کې کیږی، چې په واشنګټن کې د اتومي وسلو او اتومي انرژۍ د مصونیت لپاره غونډه هم پرون پيل شوه.

د دې غونډې د بحث یوه عمده موضوع د ایران اتومي هڅې دي.

په لیک کې راغلي، چې امریکا او ناټو په سیمه کې له ټروریزم سره په مبارزه کې له ناکامو میتودونو کار اخیستې دې نو له دې امله اوس د ملګرو ملتونو په عمومي منشي پورې اړه لري، چې په دې برخه کې تحقیقات وکړي او نتایج یې ټولې نړۍ ته وړاندي کړي .

د ملګرو ملتونو یوه ویاند فرحان حق ویلي، چې د دې سازمان عمومي منشي بان کی مون ته لیک رسیدلې دې.
XS
SM
MD
LG