د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۴

روسيه او امريكا به د پلاتينيوم د توليد په كموالي موافقه وكړي


هيلري کلېنټن او سرګې لافاروف

روسیه او متحد ایالات به نن په وسلوکې د کارېدلو په سطح د پلاتینیوم د تولید د کمولو موافقه وکړي. د دواړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران هيلري کلېنټن او سرګې لافاروف به په واشنګټن کې د اتومي انرژۍ د مصونیت په اړه د نړېوالې غونډې په دوهمه ورځ، دا موافقه لیک لاسلیکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او روسیې جمهورو ریسانو څو ورځې وړاندې د اتومي وسلو د محدودولو تړون وکړ.

د واشنګټن په سرمشریزه کې یوکراین اعلان وکړ، چې تر ۲۰۱۲ کال پوري به په لوړه کچه د غني شوېو یورانیمو تولید بند کړي .

د یوکراین جمهور ریس ویکتور یانوکوویچ له جمهور ریس اوباما سره تر لیدو وروسته دا اعلان وکړ:

"یوکراین دا اقدام د اتومي وسلو د نه پراختیا نړېوالو هڅو ته د ورګډېدو په خاطر کوي.

یوکراین به په خپلو اتومي ریکټرونو کې د په لوړه سطح غني شوېو یورانیمو په ځاى په ټیټه سطح د یوارنیمو کارول پيل کړي.

ټول په لوړه سطحه غني شوی یورانیم به له یوکراین څخه وایستل شي."

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس وايي، چې متحدو ایالات به د یوکراین د دې اقدام په بدل کې له دې هېواد سره مالي او تخینکی کمکونه وکړي. په عین حال کې به یوه اندازه یورانیم، چې په یوکراین کې غني شوی دي په خپله خاوره کې خوندي کړي.

په عین حال کې د کاناډا صدراعظم ژمنه وکړه، چې په لوړه سطحه د غني شوېو یورانیمو تفاله به امریکا ته ولیږی. سټیفن هارپر وویل چې تر دوه زره اتلسم کاله پوري به زیاته اندازه استفاده شوي په لوړ سطحه غني شوي یورانیم متحدو ایالاتو ته انتقال شي.
XS
SM
MD
LG