د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۵

ګيلاني:اسامه په پاكستان كې نه دى


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی وایي، د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن په پاکستان کې نه دی او که دی په پاکستان کې وای نو له روانو پوځي عملیاتو څخه به نوی ژغورل شوی.د ګیلاني د اڅرګندونې د زياترو امریکایي استخباراتي ادارو د باورخلاف دی، چې وایي اوسامه بن لادن د پاکستان په قبایلو سیمو کې چیرې ځان پټ کړی دی.

ګیلاني، چې د اټومي وسلو د مصونیت په نړېواله غونډه کې د ګډون لپاره واشنګتن ته تللې پرون د امریکا له سي، ان، ان ټلویزیون سره په مرکه کې دغه راز وویل، که څه هم دی د اوسامه بن لادن د اوسېدو د ځای په اړه زیات معلومات نه لري خو ډاډه دی، چې هغه په پاکستان کې نه دی.

ګیلاني په پاکستان منجمله سوات او جنوبي وزیرستان کې د سخت دریځو په وړاندې د روانو پوځي عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې زموږ پوځي عملیات ډير بریالۍ دی او که چیری بن لادن دلته وای نو دى به نیول شوی وای.
د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن په پاکستان کې نه دی


ګیلاني زیاته کړه زه ان په دې کې شک کوم چې هغه به ژوندی وي که نه؟

ګیلاني له دې څرګندونو مخکې په واشنګټن کې په یوه بحث کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان به د وسله والو طالبانو پرضد جګړه کې زړه نا زړه نه شي.

ګیلاني وویل، زه له طالبانو سره د خبرو پلوي نه کوم ځکه هرکله چې موږ له ښواو بدو طالبانو سره د خبرو مسله راپورته کړی، ما تل پردی خبرې ټینګار کړی، چې په دوی کې ښه او بد نشته ټول وسله وال دي. د دوی هدف یواځې د سیسټم ویجاړول دي.

د پاکستان صدراعظم وویل، زموږ خلک په دی پوه دي او هغو متعصبو سخت دریځو او ترورستانو ته به اجازه ورنه کړي، چې زموږ د سوله ایز ژوند او بډایه فرهنګ استازیتوب وکړي.

ښاغلی ګیلاني دغه راز وویل، چې نورهغه افراطيان نه شي زغملاې چې د پاکستان له خاورې پر خپل ګاونډ هند د حملو لپاره کاراخلي.

ګیلاني زياته كړه، د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره یې د یکشنبې په ورځ د لشکر طیبه سخت دریځې ډلې په اړه، چې د هند پرممبیي ښار د ۲۰۰۸ کال د بريدو مسوله ګڼل شوی، خبرې کړې دي.

د ډلې پرفعالیت په پاکستان کې بندیز لګول شوی دی، ګیلاني وویل پاکستان تردې مخکې هم پر زیاتو افراطي ډلو بندیزونه وضع کړى دى او د هغوي بانکي حسابونه یې بند کړی.

د فرانسپرس اژانس په وینا پاکستان له ۱۹۹۶ نه تر۲۰۰۱ کلونو پورې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ مهم نړېوال ملاتړی وو، خو امریکایي چارواکو په وروستیوکې د طالبانو پرضد د دې هېواد د نوی دریځ هرکلۍ کړی دی.
XS
SM
MD
LG