د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۳۳

امریکا په افغانستان کې د هند رول او قربانۍ وستایلې


اوباما او من موهن سینګ
د هند د بهرنیو چارو وزیر نیروپاما راو وايي د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان د بیارغونې په پرسه کې د هند رول او په دغه هیواد کې د نوي ډیلي سترې قربانۍ ستایلي دي.

راو چې په واشنګټن کې يې د ولسمشر اوباما او د هند د صدراعظم من موهن سینګ له کتنې وروسته خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل : اوباما د افغانستان په اړه د هند دریځ وستایه او له نوي ډلي سره يې د واشنګټن د مرستو او همکارۍ پر دوام هم ټنیګار وکړ.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د هند د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکي چې د امریکا جمهور رئیس من موهن سینګ ته ویلي چې د سميیزو مسلو په اړه امریکا او هند له یو بل سره نزدې دریځ لري او ددواړو هیوادونو تر منځ په دې برخه کې هیڅ ډول لرې والی نشته .

نیروپاما راو وویل ولسمشر اوباما د افغانستان په اړه د هند د دریځ ستاینه په داسې وخت کې کړې چې پاکستان هڅه کوي امریکا دې ته اړه کړي چې د افغانستان په بیارغونه کې د نوي ډیلي رول محدود کړي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې نوي ډيلي د افغانستان د بیارغونې په پروسه کې تر اوسه پورې د یو عشاریه درې میلیاراده ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

په عین حال کې هندي مقامات وايي چې د امریکا ولسمشر من موهن سنګ ته ویلي چې واشنګټن پاکستان سره خپلې پوځي مرستې په دقت سره څاري او په دې لړ کې د هند ګټې په نظر کې نیسي.

هند په ورستیو کې پاکستان ته د امریکا پر پوځی مرستو اندیښنه څرګنده کړې او نوې ډیلي ټینګار کوي چې اسلام اباد اکثره دغه پوځي مرستې د هند پر ضد کاروي.

د متحده ایالاتو ولسمشر د هند له صدراعظم سره په دغه کتنه کې په پاکستان کې د هند ضد وسله والو ډلو دشتون او فعالیت په اړه هم له هندي مشرانو سره خپله اندیښنه شریکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG