د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

نادرنادري:خارجه وزارت باید له ایرانه وغواړي چې د افغانانو د اعدامونو مخه ونیسي


د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون کمیشنر نادر نادري
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون کمیشنر نادر نادري
د افغانستان په ولسي جرګه كې د خلكو يو شمير استازو پرون(دوشنبه) وویل چې ايران د يو شمير افغان بنديانو د اعدام لړۍ پيل كړې ده.
په ولسي جرګه كې د هرات ولايت استازي د دې جرګې عمومي غونډې ته د يو راپورد وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې ايران تراوسه پورې په لسګونو افغان بنديان اعدام كړي او د هغوى مړي يى افغانستان ته استولي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي وويل، چې دا موضوع به د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره شريكه كړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا د افغان بنديانو د اعدام خبر تائيدوي خو وايي، چې لږ شمير كې بنديان اعدام شوي دي.
عصمت څاروان په دې موضوع د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د عکس العمل د مالومولو لپاره د دې کمیسون له یوه کمیشنر نادر نادري سره مرکه کړې ده:
XS
SM
MD
LG