د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

اوباما له ګیلاني سره د پاکستان داتومي تاسیساتوپرامنیت خبرې وکړې


اوباما له ګیلاني سره خبرې کوي
اوباما له ګیلاني سره خبرې کوي
په داسې حال کې چې د نړی ۴۷ هیوادونه په واشنګټن کې د اټومي وسلو او ټکنالوژۍ د خوندي ساتلو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې ګډون کوي.

ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان او هند چې دواړه اټومي وسلې لرونکي هیوادونه دي له صدراعظمانو سره کتنه وکړه .

د پاکستان او هند صدراعظمان به په دغه سرمشریزه کې د امریکا د ولسمشر او د نړۍ د نورو استازو سره د تروریستانو لاسونو ته د اټومي وسلو د رسیدو د مخنیوي په لارو چارو خبرې او بحثونه وکړي.

د جرمني د خپري اژانس په وینا پاکستان او هند د نوویمې لسیزې په وروستیو کې نړیواله ټولنه هغه مهال حیرانه کړه چې دواړو هیوادونه خپل اټومي بمونه وازمویل.

خو په همدې سره تروریستي ډلو او غیر مسولو لاسونو ته د اټومي وسلو د پریوتو په اړه اندیښنې هم راپورته شوې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس پاکستان د نړی په سطحه د اټومي موادو د تولید د مخنیوي په اړه د یوې موافقې پر وړاندې خنډونه پورته کوي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما بیا د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره په کتنه کې په دې اړه خپله نارضایت او خواشینې څرګنده کړه.

ورځپاڼه د امریکا د استخباراتو د مامورینو څخه په نکل وايي پاکستان د اټومي وسلو د نوي لړی د تولید لپاره د اټومي سونګ موادو د برابرولو لپاره نوې بټۍ په کار اچولی دی.

خو په عین حال کې ولسمشر اوباما ډاډ څرګند کړی چې پاکستان د خپلو اټومي وسلو د خوني ساتلو او امنیت لپاره ګامونه اخستي دي او متحده ایالاتو په دې برخه کې له پاکستان سره مالي مرسته هم کړې ده.

که څه هم چې د پاکستان او هند د اټومي وسلو امنیت د نیویارک د سرمشریزې د خبرو اساسي موضوع نه ده خو دغو دواړو هیوادونو د اټومي وسلو او اټومي ټکنالوژۍ د نه پراختیا نړیوال تړون نه ده لاسلیک کړی.

بل لور ته سپینه ماڼۍ وايي د پاکستان صدراعظم ولسمشر اوباما ته ویلي چې په دغه هیواد کې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکو په اړه د خلکو ملاتړ مخ په زیاتیدو دی ،او جمهور رئیس باراک اوباما بیا په پیښورکې د امریکا پر قونسلګرۍ د وروستۍ حملې په وړاندې د پاکستان د ځواکونو عکس العمل ستایلی دی.

د جرمني د خبري اژانس په وینا د هند صدراعظم من موهن سینګ له ولسمشر اوباما سره د اټومي وسلو د امنیت په باب پر بیلا بیلو مسلو خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ چې هند به د اټومي وسلو د خوندي ساتلو په هدف ددغې دوه ورځنۍ سرمشریزې د بریالیتوب لپاره ټول لازم ګامونه واخلي.

سینګ اوباما ته ویلي چې هند له اټومي وسلو څخه د پاکې نړی د رامنځته کولو د هڅو کلک ملاتړی دی او په دې لړ کې د هر جدي او ګتور اقدام هرکلی کوي.
XS
SM
MD
LG