د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۸

په جلال اباد کې د سيکانو لوى اختر


د سيکانو د لوى اختر يا ويساک د لمانځنې درې ورځني مراسم په جلال اباد کې د دوشنبې په ورځ پيل شول.دا مراسم د سيکانو د لوى مشر ګرو ببنانک د زېږېدو د کلېزې په ورځ پېلېږي، چې سږ کال يې ٣١٢ مه کليزه ده.

د سيکانو د لوى مذهبي مشر ګروببنانک د زېږېدو ٣١٢مه کلېزه يا د ويساک د لمانځنې مراسم په ځانګړي مذهبي موسيقۍ د جلال اباد په درمسال کې پيل شول، دا وخت سيکانو خپل مذهبي کتاب ((ګرنګ)) په ګلانو پوښلى د موټرو د هغه کاروان پرخوا وروړ، چې د سره رود د سلطان پور چينو ته د تلو لپاره ولاړ و.

د سيکانو مذهبي کتاب په ګل پوش موټرکې په داسې حال کې کېښودل شو، چې يوتن ورته لاسي پکې واهه او د سره رود ولسوالۍ په سلطان پور کې د هغه چينو په لور روان شول، چې د سيکانو په عقيده د ببنانک د پښې په ايښودو په کې اوبه راوتلې وې.
XS
SM
MD
LG