د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

مژده: افغانستان باید د سیمې هېوادونو تر منځ تعادل وساتي


Afghanistan – India, Afghanistan and Pakistan flags
Afghanistan – India, Afghanistan and Pakistan flags

په افغانستان كې د خپل رول د دوام په اړه د هند د صدراعظم له څرګندونو وروسته افغان كتونكي وايي، چې هند د افغانستان په حالاتو كې د پراخ رول په لوبولو سره هڅه كوي، چې دغه هېواد د پاكستاني وسله والو په اډې بدل نه شي.

د هند صدراعظم من موهن سنګ واشنګټن ته د خپل سفر په مهال رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې د امريكا په ملګرتيا كې او يا له هغې پرته په افغانستان كې خپل رول ته دوام وركړي.

افغان كتونكي وايي، چې هند پاكستان د خپلو ګټو په وړاندې يو جدي ګواښ بولي او په افغانستان كې د خپل نفوذ په پراخولو سره هڅه كوي دا ګواښ له منځه يوسي.

خو د هېواد د سياسي چارو څيړونكی وحيد مژده بيا د هند او پاكستان ترمنځ دغه رقابت ته په پام سره افغان دولت ته سپارښتنه كوي، چې نه يوازې د هند او پاكستان ترمنځ بلكه د سيمې او نړۍ د هيوادونو ترمنځ په خپلو اړيكو كې تعدل وساتي.

كه څه هم هند او افغانستان لرغوني تاريخي اړيكې لري، خو په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ په مهال دا اړيكې تر يوه وخته پورې زيانمنې شوې وې.

خو په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ له نسكورېدو وروسته د افغانستان اړيكې نه يوازې له هند سره بلكه د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره ښې شوې.

د هند صدراعظم ښاغلي سنګ له ولسمشر بارك اوباما سره تر ليدنې مخكې دا هم وويل، چې افغانستان د دوى په لومړيتوب كې ځاى لري او د ده په وينا هند به د خپلو لومړيتوبونو د ساتنې لپاره هرڅه، چې په وس كې لرې ترسره به يې كړي.

په همدې حال كې يو شمېر افغان كتونكي بيا د افغانستان جغرافيه يي موقعت ته په اشارې وايي، چې هند غواړي د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د خوندي كولو لپاره له افغانستان سره نږدې اړيكې ولري.

د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافي كه څه هم په افغانستان كې د هند رول او همكاري خورا مهمه بولي خو وايي، چې داسې ضمانت بايد موجود وي، چې هند د افغانستان له خاورې د پاكستان پر ضد كار وانه خلي.

هند يو له هغو هيوادونو څخه دې، چې له افغانستان سره د بيارغونې په برخه كې پراخې مرستې كوي او له افغانستان سره ښې اړيكې لري.

خو د دې سره سره په افغانستان كې د هند ګټې څو ځلې تر حملو لاندې راغلي او يو شمير وګړي يى وژل شوي دي.

له بل لوري پاكستان هم په افغانستان كې د هند له حضوره په انديښنه كې دی او ويلي، چې هند د افغانستان له خاورې نه په ګټه په دغه هيواد كې نا امنيو ته لمن وهي.

خو افغان چارواكو تل په دې ټينګار كړی دی، چې له خپلو ټولو ګاونډيانو سره د اړيكو د پياوړې كولو په هڅه كې دی او هيڅ كله هم چاته اجازه نه وركوي، چې له خاورې يې د بل هيواد پر ضد كار واخلي.
XS
SM
MD
LG