د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

ولسي جرګه:ايران د يوشمېر افغان بنديانو د اعدام لړۍ پيل كړې


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په ولسي جرګه كې د خلكو استازي وايي، چې ايران يو شمېر افغان بنديان اعدام كړي او داسې ښكاري، چې د هغو بنديانو د اعدامولو لړۍ يې پيل كړې، چې په اړه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې هم شوې وې.

په ولسي جرګه كې د هرات ولايت استازي د دوشنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې ته په خپل راپور كې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو خبر وركړ.

ګل احمد اميني غونډې ته وويل، چې تراوسه پورې د پنځه څلويښتو افغانانو مړي، چې په ايران كې اعدام شوي افغانستان ته استول شوي دي:

"په تيرو دوو شپو كې افغانستان ته د پنځه څلويښتو اعدام شوېو كسانو جنازې راوړل شوي، نو زه فكر كووم، چې دا يو ظلم او جفا ده او دا بحث بايد و نه درولې شي او په دې برخه كې زيات فشار راوستلې شي.

په يوه شپه كې يې ديرش جنازې افغانستان ته راوړي او په دويمه شپه يې پنځلس دوى خو د افغانستان اولادونه دي چې بهر اعدام شوي او بيا هېواد ته راوړل شوي."

ښاغلي اميني وويل، چې ممكن په راتلونكو ورځو كې د يو شمېر نورو اعدام شوېو افغانانو جنازې هم افغانستان ته راوليږدول شي.
د دې رپورټ له وركولو وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوي پريكړه وكړه، چې دا مسئله د دې جرګې د نړېوالو اړيكو د كمسيون له لارې په جدي توګه د بهرنيو چارو وزارت سره مطرح شي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري د ازادۍ راډيو ته وويل، چې په لږ شمېركې افغانان اعدام شوي او په دې اړه له ايراني چارواكو سره د دوى تماسونه دوام لري.

په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو د لړۍ د پيل دا خبر په داسې حال كې وركړل شوي، چې په تېرو څو مياشتو كې په ايران كې د افغان بنديانو د برخه ليك په اړه تاوده بحثونه روان وو.

د وركړل شوېو معلوماتو له مخې په ايران كې له بندي پنځو زرو افغانانو له ډلې څخه درې زره يى په اعدام محكوم شوي دي.

افغان چارواكو ويلي وو، چې د افغان بنديانو د اعدامولو د مخنيوي لپاره يې له ايراني چارواكو سره تماسونه نيولي دي.

د ولسي جرګې غړي بيا اندېښنه ښۍ، كه چېرې د افغانانو د اعدامولو د لړۍ د بندلو لپاره بيړني او جدي تماسونه و نه نيولې شي نو ممكن يو زيات شمېر افغانان اعدام شي.
XS
SM
MD
LG