د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۰۸

وردک: د سولې ملي مشورتي جرګې پایلې به د کابل کنفرانس مهمه اجنډا وي


ښاغلی وردک وايي، د سولې په ملي مشورتي جرګه كې به له ديارلسو كتګوريو څخه خلك برخه واخلي

د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړولو كميسيون وايي، چې د دې جرګې جوړولو ته ټول تيارى نيولى شوى او په ټاكلي نيټه به ترسره شي. د دې جرګې د تداركاتو د كميسيون مشر او د پوهنې وزير ډاكترفاروق وردك د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، چې په دې جرګې كې به په ديارلسو كتګوريو كې كابوديارلس سوه تنه برخه واخلي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تداركاتو كميسيون وايي، چې د سولې په اړه د دې جرګې ټولي مشورتي پريكړې به د كابل په راتلونكې كنفرانس كې وړاندې او په اړه به يې د نړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ ترلاسه شي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تداركاتو رييس او د پوهنې وزير ډاكټر فاروق وردك د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې غړو ته د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړېدو په اړه معلومات وركړل او څرګنده يې كړه، چې د دې جرګې پرېكړې په افغانستان كې د سولې او ثبات د راوستو لپاره حياتي ارزښت لري.

ښاغلي وردك وويل، چې امريكا او نړيوالې ټولنې د سولې له ملي مشورتي جرګې څخه بشپړ ملاتړ كړى او د سولې او ملي پخلاينې په اړه به د دې جرګې د پريكړو په هكله نور نړيوال ملاتړ هم ترلاسه شي:

"د سولې د ملي مشورتې جرګې نتايج به د كابل كنفرانس مهمه اجنډاوي يعنې د كابل په كنفرانس كې چې د لندن د نړيوال كنفرانس دوام دى د سولې طرح نړيوالو ته وړاندې كيږي اوپه اړه به يې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه شي."

ډاكټروردك وويل، تركومه حده چې دى معلومات لري ګمان نه كيږي، چې د دې جرګې له ترسره كيدو مخكې د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا د دې هيواد په كومه برخه كې پراخ پوځي عمليات ترسره شي.

ټاكل شوې ده د سولې ملي مشورتي جرګه د غويي یا ثور د مياشتې په دولسمه نيټه په كابل كې د درېيو ورځو لپاره د لويې جرګې په تاريخي خيمه كې جوړه شي او كابو ديارلس سوه كسان به په كې برخه واخلي.

د دې جرګې دتداركاتو د كميسيون رييس ډاكټر وردك وويل، چې د دې جرګې ټول ګډونوال به په كميټو ووېشل شي او په يوه اجنډا يا موضوع به د هرې كميټې طرحې او وړانديزونه د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

ده وويل، چې د سولې په ملي مشورتي جرګه كې به له ديارلسو كتګوريو څخه خلك برخه واخلي او هڅه كيږي چې له ولايتونو او ولسواليو څخه وتلي قومي مشران او د خلكو رښتيني استازي دې جرګې ته راشي.

د سولې ملي مشورتي جرګه د جمهور رييس كرزي په غوښتنه جوړيږي او هڅه كيږي، چې په دې جرګې كې د خلكو له استازو او قومي مشرانو څخه له وسله والو مخالفينو سره د خبرواترو په څرنګوالي او د خبرواترو د ميكانيزم په عملي كولو سلامشوره وشي.

د سولې ملي مشورتي جرګه په داسې حال كې جوړيږي، چې د افغانستان په بيلابيلو برخو كې نا امنۍ ډېرې شوي او خلك په تمه دي، چې ښايي دا جرګه په دې جګړه ځپلي هيواد كې سوله او ثبات رامنځ ته كړي او ټولو ستونزو او ناخوالو ته د پاى ټكى كيږدي.
XS
SM
MD
LG