د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۳

نړۍ

نتنیاهو: نړۍ د ایران له خوا خطر په برخه کې کافي اندېښنه نه کوي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نړۍ پر هېوادونو تور ولګاوه چې د ایران له لوري د احتمالي خطر په برخه کې د کافي اندېښنې په ښودلو کې پاتې راغلى دى.

نتنیاهو وویل، نړېوال د خپل کاروبار په فکر کې دى او فکر کوي چې د ایران د تهدید په اړه خبرې هسې خبرې دي، په داسې حال کې چې ایران خپل هڅې ګړندۍ کړي، څو ځان په اټومي وسله سمبال کړي او اسراییلو ته ګواښ کوي، چې د نړۍ له نقشې به یې محو کړي.

اسراییل له لویدیځ سره په دې شکونو کې شریک دی، چې وايي د ایران د اټومي پروګرام مقصد د اټومي وسلې ترلاسه کول دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نوواواکس کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس واکسین ازمویل پیل کړي

د نوواواکس امریکايي کمپنۍ لابراتوار

امریکایۍ نوواواکس (Novavax) کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس د واکسین ازمویل په اسټرالیا کې پیل کړي دي او تمه لري چې د اغيزو لومړني نتایج به‌یې په جولای میاشت کې معلوم شي.

دې کمپنۍ پرون د مې په ۲۵مه د دې واکسین د ازمویلو د لومړي پړاو تطبیق پر ۱۳۰ روغو کسانو چې عمرونه‌یې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ دي، اعلان کړ.

د دې واکسین دوهم امتحاني پړاو به د امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې تطبیق شي څو د بېلابېلو عمرونو لرونکو انسانانو کې د دې واکسین د معافیت، خوندیتوب او عکس‌العمل څرنګوالی معلوم شي.

اوس‌مهال تر ډېره په متحده ایالاتو، اروپا او چین کې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړول یا په لومړنیو پړاوونو کې دي او یا یې ازمویل پیل شوي، خو معلومه نه‌ده چې دا هڅې به د کرونا ویروس پر وړاندې چې له پنځه نیم میلیون زیات خلک پرې اخته دي او نږدې درې نیم لکه کسان ترې مړه شوي اغېزناک وي که نه.

هانګ کانګ کې د نوي امنیتي قانون په اړه امریکا ته د چین خبرداری

هانګ کانګ کې بلوا ضد پولیس د معترضانو د موانع د لیرې کولو پر مهال.

چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، که پر هانګ کانګ د چین د نوي امنیتي قانون د تحمیل له درکه‌یې وګواښي، چین به ځوابي اقدام وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان پرون دوشنبه وویل: "که امریکا هڅه وکړي چې د چین ګټې په خطر کې واچوي، پیکېنګ به هم د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره هر اقدام وکړي."

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو مخکښ سلاکار خبرداری ورکړی و، که چین نوی امنیتي قانون پر هانګ کانګ تحمیل کړي، د واشنګټن له احتمالي بندیزونو سره به مخامخ شي.

پیکېنګ تېره پنجشنبه پر هانګ کانګ د ملي امنیت د نوي امنیتي قانون د تحمیل خبر ورکړ چې له مخې یې چین په دغه سیمه کې هر ډول توطئه یا بېلتون‌پالنه محدودوي.

په هانګ کانګ کې ځايي اوسېدونکو، سوداګریزو ډلو او بهرنیو اتباعو اندېښنه ښوولې چې د چین له‌خوا د دې نوي قانون تحمیل به د دغې کورواکې سیمې ځانګړی موقف ختم کړي.

هانګ کانګ تر ۱۹۹۷م کاله پورې د بریتانیا مستعمره وه چې وروسته‌یې چین ته وسپارله، خو اوس د هانګ کانګ اوسېدونکي د هغه څه په وړاندې اعتراض لري چې دوی یې د چین سخت قوانین ګڼي.

بینین کې د یوې تښتول شوې کښتۍ عمله وژغورل شوه

د تښتول شوې کښتۍ عمله

د یوې کښتۍ اته تنه عمله چې تېره میاشت په افریقايي هېواد بینین کې تښتول شوې وه، بیا ژغورل شوې ده.

د نایجریا سمندري ځواکونه وايي، دغه اته کسان د روسیې، اوکراین، بلغاریا او فیلیپین وګړي دي.

د دغو ځواکونو قوماندان پرون دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د یوې تجارتي کښتۍ اته تنه عمله د سمندري غلو له ولکې ژغورل شوې او دا مهال‌یې روغتیايي څارنه روانه ده.

تر اوسه د دې کښتۍ د ۱۱ تنه نورې عملې په اړه چې لادرکه ده، راپور نه‌دی ورکړل شوی.

بینین د افریقا په لوېدیځ کې هغه هېواد دی چې سمندري غله په‌کې وخت ناوخت پر تجارتي کښتیو حملې کوي او عمله‌یې تښتوي.

اکثریت غله د نایجریا وګړي دي.

د ونیز فلم فستیوال به د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي

ارشیف، د ونیز فلم فستیوال کې یو شمېر فلمي څېرې

د ایټالیا سیمه‌ییز چارواکي وایي د ونیز فلم فستیوال به د مهالوېش سره سم د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې د کرونا ویروس شدت په دې وروستیو کې راکم شوی دی.

د ایټالیا د وینیتو سیمې والي لوکازایا د مې پر ۲۴مه وویل چې د کرونا ویروس په خاطر په نړۍ کې د فلم پر صنعت د لګېدلو محدیتونو له کبله ښایي په دې فستیوال کې لږ شمېر فلم جوړوونکي ګډون وکړي.

ونیز د نړۍ تر ټولو اوږد مهاله فستیوال ګڼل کېږي.

مونته‌نګرو کې څه باندې ۲ میاشتو کې د کرونا هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې

ارشیف، مونته‌نګرو

د مونته‌نګرو د عامې روغتیا انسټټیوټ اعلان وکړ چې په څه باندې دوو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

دغې ادارې پرون یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په اوس وخت کې په مونته‌نګرو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ هېڅ یوه فعاله پېښه نه‌شته. له څه باندې دوو میاشتو وروسته چې په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې وه، نور دا هېواد د 'کووېډ-۱۹' په ناروغۍ اخته کس نه‌لري.

د مونته‌نګرو حکومت تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل ختم شوي دي.

مونته‌نګرو چې شااوخوا ۶۳۰ زره نفوس لري، ټول‌ټال د کرونا ۳۲۴ مثبتې پېښې یې ثبت کړې وې او ۹ تنه هم ترې مړه شوي وو.

د ۵ ایراني تېل وړونکو کښتیو لومړنۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

ارشیف، ایرانۍ تېل وړونکې کښتۍ

د هغو پنځو ایراني تېل وړونکو کښتیو چې ونزوئلا ته تېل لېږدوي، لومړنۍ کښتۍ یې د ونزوئلا نږدې بندر ته چې د دې هېواد د تېلو دولتي شرکت‌یې چارې سمبالوي، ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې واشنګټن پرې بندیزونه لګولي، کړکېچ روان دی.

د هغې ادارې د معلوماتو له مخې چې د کښتیو لارې څاري، د ایران د تېلو دغه لومړنۍ کښتۍ پرون د ونزوئلا اوبو ته داخله شوې ده.

دغه کښتۍ د ونزوئلا د پلازمېنې کاراکاس د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې د ایل پالیتو بندر ته نږدې لیدل شوې ده.

د ایران تېل وړونکې دوهمه کښتۍ د شنبې په ورځ د کارابین بحیرې ته رسېدلې او بله کښتۍ یې هم په اوس وخت کې په اتلانتیک اقیانوس کې مزل وهي.

تر اوسه د دغو کښتیو په وړاندې د متحده ایالاتو د فوري مداخلې نښې نه‌لیدل کېږي.

واشنګټن د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د تېلو د دغې محمولې په وړاندې پر اقداماتو غور کوي.

د متحده ایالاتو بندیزونو د ایران او ونزوئلا د تېلو صنعت ډېر په نښه کړی دی.

دغو بندیزونو د ایران اقتصاد چې د عوایدو اصلي منبع‌یې پر تېلو متکي ده کمزوری کړی او هم‌یې د ونزوئلا پر اقتصاد فشار راوستی دی.

د جرمني د فوټبال غوره لیګ کې لاپیژیک مېنز ته ۵-۰ ماته ورکړه

د جرمني د فوټبال غوره لیګ یا بوندسلیګا

د جرمني د فوټبال غوره لیګ یا بوندسلیګا کې لاپیژیک داسې وخت کوربه مېنز ته پنځه پر صفر ماته ورکړه چې نه‌یې مینه‌وال په سټډیوم کې ول او نه‌یې هم مخالفین.

لاپيژیک او مېنز سرسخته سیال ټیمونه دي چې مینه‌وال یې تل له یو بل سره لاس او ګرېوان وي او شور ماشور جوړوي.

لایپژيک ټيم مخکې هم مېنز ته اته پر صفر ماته ورکړې وه چې تر دې دمه د بوندسلیګا تر ټولو لویه بریا ده.

کرونا ویروس مینه‌وال اړ کړي چې په کورونو کېني ځکه د فوټبال د سټډیومونو دروازې یوازې فوټبالرانو ته خلاصې دي او هغوی هم په خالي سټډیومونو کې له نندارچیانو پرته د یو بل په وړاندې د فوټبال ډګر ته ووځي.

د جرمني د فوټبال غوره لیګ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف شااوخوا دوه میاشتې ځنډېدلی و او یو وار بیا د مې له ۱۶مې د خاصو مقرراتو په پام کې نیولو سره پيل شو.

شمالي وزیرستان کې ۲ وسله‌والو بریدګرو ۳ کسان وژلي

شمالي وزیرستان

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې دوه وسله‌والو بریدګرو د دوو دولتي چارواکو په شمول درې کسان وژلي دي.

د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه‌اخیستلو په شرط بېګا ازادي راډیو ته ویلي چې پېښه یکشنبه غرمه مهال شوې او په‌کې د اسلام‌اباد د کور جوړونې د بنسټ مشر زبیدالله داوړ او د خېبر پښتونخوا د روغتیا ادارې افسر ملکت نعمت‌الله ځای پر ځای وژل شوي.

درېیم کس فرمان نومېده چې روغتون ته په لار یې ساه ورکړې ده.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ په خپل ټویټر دا پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې څنګه په رڼا ورځ دا کسان په داسې یوه سیمه کې چې ګڼې پوستې او پوځیان لري ویشتل شوي؟

د مې د ۲۴مې له برید سره په شمالي وزیرستان کې د سږني هدفي بریدونو شمېر نهه ته ورسېد.

د سیمې اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان وايي، په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې د هدفي وژنو پېښې په زیاتېدو دي.

د دولتي سرچينو په وينا، په ۲۰۱۹م کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي.

چین د کرونا ویروس په اړه لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي

د چین وهان سیمه کومه کې چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس پیدا او نورې نړۍ ته خپور شو.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نن له ۵،۴ میلیون او د مړو شمېر یې له ۳۴۴ زرو واوښت چین وايي چې پر دې هېواد د کرونا ویروس په برخه کې تورونه له قانوني پلوه بې بنسټه دي او د نړۍ په کچه پخوا تردې ساری نه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر نن یکشنبې په پېکېنګ کې خبریالانو ته وویل د نورو هېوادونو په څېر چین هم د دې نړیوالې وبا قرباني و، او په دې برخه کې یې له نورو اړو هېوادونو سره لازمې مرستې هم کړې دي.

وانګ لي د امریکا د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونو ته چې د دې ناروغۍ په خاطر یې چین مسوول بللی په ځواب کې وویل، له بده مرغه پر نوې کرونا ویروس سربېره په امریکا کې یو سیاسي ویروس د خپرېدو په حال کې دی چې او دا ویروس پر چین د حملې لپاره له هر فرصت څخه کار اخلي.

نړیوالو پر چین فشار زیات کړی او ترې غواړي چې د کرنا ویروس د سرچینې په اړه بې پرې تحقیقاتو ته اجازه ورکړي.

میزوري د امریکا لومړنی ایالت دی چې له کرونا ویروس سره د چلند د څرنګوالي په برخه کې یې تېره میاشت د چین پرضد حقوقي دعوا اعلان کړه.

د ایران لویدیځې سیمې زلزلې لړزولي

آرشیف

د ایران په لویدیځ کې کوه کیلویه او بویر احمد ولایتونه نن یوې زلزلې ولړزول.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن وویل چې د دې زلزلې قوت د ریښتر په مقیاس ۵،۱ درجې وه.

ایرنا خبري آژانس، د تهران پوهنتون د جیوفزیک انستیتیوت په حواله وايي چې زلزله په سیمه ایز وخت د ماسپښین په شل کم دوو بجو وشوه او مرکز یې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې و.

سمدستي د دې زلزلې د انساني تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ایران د ځمکې په هغه موقعیت کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.

د اسراییلو د صدراعظم محاکمه پیل شوه

د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو د صدراعظم محاکمه نن پیل شوه.

بنیامین نتنیاهو د فساد په یوه قضیه کې چې دی یې سیاسي دسیسه بولي محاکمه کېږي.

نتنیاهو د اسراییلو لومړنی برحاله صدراعظم دی چې جنایي تورونه پرې لګول شوي دي.

نوموړی باید د بیت المقدس په یوه محکمه کې حاضر شي.

دا محاکمه یوه اوونۍ وروسته له هغه پیلېږي چې نتنیاهو د بیسارې پنځمې دورې لپاره د ملي وحدت د حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.

د مسکو په یوه ژوبڼ کې د یوې ۸۳ کلنې تمساح مړینه

دا تمساح له ۱۹۴۶ میلادي کاله د مسکو په ژوبڼ کې ساتل کېده.

د مسکو یوه ژوبڼ پرون، د مې په ۲۳مه، د یوې ۸۳ کلنې تمساح د مړینې خبر خپور کړ.

دا تمساح له ۱۹۴۶ میلادي کاله د مسکو په ژوبڼ کې ساتل کېده.

د مسکو ژوبڼ د هغې د مړینې خبر پر انستګرام خپور کړی دی.

په عمومي ډول، امریکايي تمساح په طبیعت کې له دېرشو تر پنځوسو کلونو ژوند کوي.

د مسکو د ژوبڼ تمساح په امریکا کې پیدا شوې وه.

هغه په ۱۹۴۳ میلادي کال کې د برلین ژوبڼ ته ور کړ شوې او کله چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونوکې پر برلین بمبارد شوی و، هغه له ژوبڼه تښتېدلې وه.

دا چې هغه څرنګه درې کاله ژوندۍ پاتې شوې نه ده څرګنده خو تر درېیو کلونو لادرکۍ وروسته بریتانوي ځواکونو موندلې او د پخواني شوروي عسکرو ته یې ورکړې وه.

شوروي عسکرو بیا هغه د ۱۹۴۶ میلادي کال په جولاي کې د مسکو ژوبڼ ته لېږدولې وه.

امریکا د چین له لوري د هانګ کانګ د ملي امنیت کنټرولولو هڅې غندلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چین د حکومت هڅې چې د هانګ کانګ د ملي امنیت قانون د کنټرول لپاره یې کوي، غندلي دي.

مایک پومپیو د مې په ۲۲مه، په یوه بیان کې وویل چې د چین د حکومت هڅو چې د هانګ کانګ د ملي امنیت قانون له پامه غورځوي او د خلکو غوښتنې تر پښو لاندې کوي د سیمې د کور واکۍ مرګ دی چې د چین حکومت پر هانګ کانګ د بریتانیې د واکمنۍ تر خلاصېدو وروسته، په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د هانګ کانګ له خلکو سره ژمنه کړې وه.

پومپیو پر چین غږ کړی چې خپل خطرناک وړاندیز بېرته واخلي، خپل نړیوال مسئولیت ومني، د هانګ کانګ د کور واکۍ، د ډیموکراتیکو ادارو او مدني ازادیو درناوی وکړي.

د امریکا دبهرنیوچارو وزیر خبرداری ورکړ چې که چین له خپله پلانه سره پر مخ ولاړ شي، د امریکا له لوري به یې ځواب ورکړ شي خو جزئیات یې ورنه کړل.

د هانګ کانګ د پارلمان ډیموکراسي پلوي وکیلان هم د چین دحکومت د وړاندیز مخالفت کوي.

د چین د حکومت پلان چې د هانګ کانګ د ملي امنیت د قانون د کنټرول صلاحیت غواړي، د مې په ۲۲مه د چین پارلمان ته د رایې اخیستلو لپاره وړاندې شو.

پاکستان د الوتکې په پېښه کې وژل شویو کسانو کورنیو سره مرسته کوي

دغه الوتکه پرون له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې د جناح په هوایي ډګر کې له کیناستو څو شېبې مخکې ولوېده.

د پاکستان حکومت د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یو یو میلیون روپۍ مرسته کوي.

د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرورخان دغه خبره هغه مهال وکړه چې د کراچۍ په یوه هستوګنیزه ساحه کې یې د لویدلې الوتکې سیمه کتله.

هغه وویل: "مسافرین وژل شوي، حکومت پرېکړه کړې چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به یو میلیون روپۍ ورکوي، پېښه کې یوازې دوه تنه په ټپي حالت کې ژوندي پاتې دي چې هغوی ته پنځه پنځه لکه روپۍ ورکوو."

د پي.ای.اې شرکت ایربس الوتکه پرون له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې د جناح په هوایي ډګر کې له کیناستو څو شېبې مخکې ولوېده.

په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۴ مسافر وړونکې الوتکې لوېدلي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

ایران کې د کسب او کار، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړل شوه

حسن روحاني

د ایران ولسمشر دغه هېواد کې د کسب او کار، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړه.

حسن روحاني نن ( شنبه) له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه یوې ځانګړې غونډه کې وویل، سر له سبا د اختر په پېل سره د تاریخي ځایونو او موزیمونو دروازې د خلکو په مخ خلاصېږي.

ښاغلي روحاني وویل، له دې یوه ورځ وروسته د مې په ۲۵مه نیټه به زیارتونه هم پرانستل شي.

هغه زیاته کړه: "کومې پرېکړې چې په نننۍ جلسه کې وشوې، یوه برخه یې زمونږ په فرهنګ او ټولنې پورې تړلې، دا پرېکړې د مقدسو او ځینو نورو ځایونو د بیا پرانستنې په اړه دي."

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د ټولنیز واټن اصول او روغتیایي سپارښتنې به په کلکه عملي کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG