د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

کېټس: امریکا باید د ولسمشرکرزي په اړه په څرګندونو کې ډېر حساس واوسي


د امریکا متحده ایالاتو د د فاع وزیر رابرټ کېټس
د امریکا متحده ایالاتو د د فاع وزیر رابرټ کېټس
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن CBS ټلویزیون ته وویل، ځینې هغه ادعاوې او تورونه چې له سپینې ماڼۍ بهر لګول کېږي، په رښتیا هم خواشینوونکې دي، او زیاته یې کړه، حامد کرزی هغه مشر دی، چې تر ډېرزیات فشار لاندې دی او زه کله کله حیرانه پاتې شم چې دی څنګه له داسې یو فشار سره چې له ۳۰ کاله جګړې او پوځي فعالیتونو وروسته ورسره مخامخ دی، مقابله کوي.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس هم له CBS ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د امریکا پوځ له افغان ولسمشر سره ډېر ښه اړیکي لري.

ګېټس حامد کرزی د افغانستان د ملي حاکمیت ممثل وباله، زیاته یې کړه چې امریکایي چارواکي د افغان ولسمشر په اړه په څرګندونو کې باید ډېر حساس واوسي.

راپورونه وايي، چې کابل ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سفر په ترڅ کې له ښاغلي کرزي سره د ده د کتنې فضا هم ډېره ښه نه وه.

د وري د میاشتې په دولسمه افغان ولسمشر پر لویدیځو هېوادونو تور ولګاوه، چې د افغانستان د انتخاباتو کې یې لاسوهنه کوله او هڅه یې کوله چې د ده دریځ کمزوری کړي.

د سپینې ماڼۍ او افغان ولسمشر ترمنځ له لفظي ناندریو وروسته تېره اونۍ د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګېبس د مې په میاشت کې امریکا ته د ښاغلي کرزي د سفر او له ولسمشر اوباما سره د ده د کتنو د لغو کېدو د احتمال خبره وکړه.

خو امریکايي چارواکو اوس له افغان ولسمشر سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړي او په دې لړ کې لومړنی اقدام کرزي ته د اوباما له خوا د یوه لیک استول و.

په دې لیک کې ولسمشراوباما له ښاغلي کرزي څخه په کابل کې د ده د ښې مېلمه پالنې له وجې مننه او د افغانستان او امریکا ترمینځ د همکارۍ پراهمیت ټینګار کړی و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېمزجونز، چې د جمعې په ورځ یې د دې لیک د محتویاتو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل، چې په انتخاباتو کې د لویدیځو هېوادونو د لاسوهنو په اړه د ښاغلي کرزي د څرګندونو هدف دا نه و، چې د امریکا او افغانستان اړیکو ته زیان واړوي.

د امریکا د دفاع وزیر په خپله ټلویزیوني مرکه کې همداراز یادونه وکړه، چې ولسمشر حامد کرزی په کندهار کې د پلان شویو عملیاتو په برخه کې ښه همکار دی او په دې ترڅ کې یې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل سره دې ولایت ته څو سفرونه کړي دي.

ښاغلي ګېټس زیاته کړه، افغانان غواړي چې د دوی مشر ته د یوه خپلواک هېواد د مشر په توګه درناوی وشي او که یو سیاسي رهبر وویني، چې ده یا د ده هېواد ته لازم درناوی نه کېږي او یا فشار پرې راوړل کېږي نو دا ډېره طبیعي خبره ده چې په قهر شي.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک او د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېترایوس هم په کابل کې په خپلو څرګندونو کې د افغان ولسمشر ستاینه وکړه.

جنرال پېټرایوس، چې د افغانستان او عراق پر جګړو څارنه کوي، افغان ولسمشر د پوځي عملیاتو اعلی قوماندان وباله او ویې ویل، هو د افغانستان او امریکا ترمینځ همکاري شته خو اعلی قوماندان ښاغلی کرزی دی.
XS
SM
MD
LG