د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د ايمرجنسي روغتون كاركونكي په ځان مرګي بريدو کې په لاس لرلوتورن دي


په داسې حال كې، چې د هلمند والي د ايمر جنسي د روغتون د مشر په ګډون نيول شوي كسان پرده باندې په ترهګريز بريد تورنوي خو د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې دوى تراوسه پورې د والي خبرې نه تائيدولې شي او نه يې هم ردولې شي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري، چې د يكشنبې پر ورځ يې په كابل كې خبريالانو ته خبرې كولې دا ومنله، چې د ايمرجنسي روغتون يو شمير ايټالوي كاركونكي په روغتون كې د وسلي او د ځان وژونكو بريدونو د واسكټونو د ساتلو په تور نيولي دي.

د ښاغلي بشري پر وينا له نيول شوېو كسانو څخه څيړنې پيل شوي دي:

"هغه معلومات، چې د كورنيو چارو وزارت وړاندې كوي دا معلومات د وزارت په كچه دي زه د والي خبري اوس نه رد او نه يي منلي شم ځكه، چې موږ بايد خپلې څيړنې وكړو، دا چې والي صاحب معلومات له كومه كړي شايد نورو امنيتي سرچينو ورته ويلي وي.

موږ بايد ډير ژر دا ونه واېو، چې د روغتونو چارواكي په دې كې لاس لري يا نه لري."

ويل كيږي د روانې اونۍ په سر كې د هلمند په لښكرګاه ښار كې له ايمرجنسي روغتون څخه د عملياتو پر مهال يوه اندازه وسلې او چاوديدونكي توكي د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي دي.

د هلمند ولايت د چارواكو پر وينا د ايمر جنسي روغتون ته د چاوديدونكو توكو او وسلي په وړلو كې د دې روغتون يو شمېركورنيو او بهرنيو كارونكو لاس درلود.

د هلمند والي وياند ويلي، په افغانستان كې د ايمرجنسي روغتون مشر ماركو كرانتي هم د نيول شوېو په ډله كې دي او د هلمند د والي د وژلو لپاره يې له ترهګرو څخه پنځه لكه امريكايي ډالره اخيستي وو.

چارواكي وايي، چې په روغتون كې د ځاى پرځاى شوېو چاوديدونكو توكي هدف د هلمند د والي وژل وو.

خو په افغانستان كې د ايمر جنسي روغتون د چارو د مخ ته وړلو څانګې د هلمند د والي تورونه ردوي او وايي، چې بايد د بهرنيو نيول شوېو كسانو حقونو ته درناوي وشي.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت هم له افغان حكومت څخه د نيول شوېو كسانو د قضيي په اړه د معلوماتو غوښتنه كړي ده.

په تېرو څو كلونو كې افغان حكومت ډير پاكستاني وګړي د ترهګريزو بريدونو په تور نيولي دي، خو دا لومړى ځل دى، چې افغان حكومت د ايټاليا روغتيا پلان په دې هېواد كې د ترهګريزو بريدونو په تور نيسي.
XS
SM
MD
LG